له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو د «پاکستان دې تحریم شي» پراخ کمپاین پیل شوی دی. په دغه کمپاین کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په ګډون، ګڼ‌شمېر لوړپوړو افغان چارواکو، سیاستوالو، مدني او د بشر حقونو فعالانو، د کوزې پښتونخوا سیاستوالو او په کور دننه او بهر ګڼ‌شمېر افغانانو ګډون کړی او په یوه غږ یې د نړیوالو له لوري د پاکستان د تحریم غوښتنه کړې ده.

د دې ترڅنګ، ځینو امریکايي سناتورانو او په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر هم برخه اخیستې ده. د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو له تېرو پنځو ورځو راهیسې او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ځانګړې غونډې مخکې په یوه غږ د «#SanctionPakistan» هشټګ په کارولو سره پراخ کمپاین پیل کړی او لا هم دوام لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سه‌شنبې ورځې د مازدیګر تر څلورنیمو بجو پورې پر فېسبوک د دغه کمپاین د ګډونوالو شمېر درې لکه او دیارلس زرو او پر ټویټر هم درې لکه او پنځوس زرو ته رسېدلی دی. دوی د یاد هشټګ په کارولو سره لیکلي چې پاکستان د طالب ډلې ښکاره ملاتړ کوي او په افغانستان کې د روانې جګړې اصلي عامل هم دغه هېواد دی.

د کمپاین ګډونوال وايي، طالبان د پاکستان په لمسون او لارښوونه په افغانستان کې بشري حقونه نقضوي، ملي شتمنۍ له منځه وړي، لسګونه زره ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې کړي، پر افغانانو یې ژوند تریخ کړی او د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو پر خلاف هغه څه کوي چې په هېڅ انساني چوکاټ کې نه جوړېږي.



په همدې حال کې یوه پاکستاني سناتور مصطفی نواز د پاکستان ضد ملي کمپاین په لړ کې ویلي، که هېواد یې د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، له نړیوالو بندیزونو سره به مخامخ شي.

د هغه په خبره، ټوله نړۍ پوهېږي چې پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او باید نور له دغه کاره لاس واخلي او خپله تګلاره هم بدله کړي. مصطفی نواز وايي، پاکستان دې د طالبانو د ملاتړ پر ځای، په افغانستان کې د سولې پروسې د بریا په برخه کې همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان اوس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نورو نړیوالو سازمانونو کې منزوي شوی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي له سختو بندیزونو او لا منزوي کېدو سره مخامخ شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنه نه مني. د یادونې ده چې د «SanctionPakistan» هشټګ په لومړي ځل په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر او د دغه هېواد د کابینې پخواني کرېس الکسانډر وکاروه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام