د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له پاکستان سره د افغانستان د حکومت اړیکې اوس هم ښې نه دي او له نوموړي سره د پاکستاني چارواکو د اړیکو نه پالل به د دواړو هېوادونو پر سیاسي اړیکو هېڅ راز اغېز ونه لري.

نوموړی وايي، د پاکستاني چارواکو له لوري د ده په اړه شوې څرګندونې له ډېپلوماټيکو اصولو سره په ټکر کې دي او که چېرې په دې اړه د پاکستان له لوري افغان حکومت ته رسمي څه وویل شول، اړونده افغان ډېپلوماتیکې ادارې به یې ځواب ورکړي.

حمدالله محب چې نن له امنیتي بنسټونو سره په یوې ګډه خبري غونډه کې وینا کوله دغه موضوع په رسمي توګه تایید نه کړه، خو وویل چې دا غیرې ډېپلوماتیکه پرېکړه به د دواړو هېوادونو پر اړیکه او د سولې پر بهیر چندان اغېزه ونه کړي.

«د اړیکو پرېکول یا ساتل دومره اغېزه نه لري، تراوسه هم روابط ښه نه وو، تاسو سیدالشهدا یاد کړ ایا هغه ښه روابط دي، هغه چاودنه چې په لوګر کې وشوه ایا هغه د ښو روابطو ښکارندوینه کوي، هغه بریدونه چې په لغمان، کندهار او هلمند کې وشول او مړي یې د یوې پولې پر لوري وې وړل شول ایا هغه د ښو روابطو ښکارندوینه کوي، نه ښې اړیکې وې او نه دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به پاکستان د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې نه پالي او په وینا یې، اسلام اباد به له دې وروسته د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره هېڅ راز دوه اړخیزې اړیکې و نه ساتي.

د چارو شنونکي د دا ډول اړیکو پرې کول، د دواړو هېوادونو پر سیاسي روابطو او د سولې بهیر لپاره ګواښوونکې بولي او وایي چې پاکستان په افغان سوله کې ښکېل دی او مرسته نه کول به یې دغه بهیر له ننګونو او خنډ سره مخ کړي.

دغه شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان سیاست په هر وخت کې د بدلون وړ نه دی او له یوه کس سره اړیکه نه شي کولای د سولې د ملاتړ په برخه کې د دوی دريځ اغېزمن کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اکرم عارف وایي: «له سیاسي اړخه کولای شي دواړو هېوادو باندې منفي اغېز  وکړي، خو په عملي ډګر هېڅ راز اغېز نه لري، ځکه په تېرو کلونو کې د افغانسان نرم دريځ پاکستان اړ کړی چې خپل دریځ کې بدلون راولي نه د دوی تند غبرګون، طالبانو تل خپل سیاست پرمخ بیایي او له طالبانو ملاتړ کوي، نو له دې امله په عمل کې کوم بدلون نه راځي، بیا له یوه کس سره د اړیکې پرېکون له یوه دولت سره د اړیکو پرې کول نه دي. دولت د تېر په څېر اوس هم خپلې اړیکې لري.»



په ورته وخت کې د چارو یو بل شنونکی اصف اشنا د حکومت د لوړپوړو چارواکو تندې څرګندونې له ډېپلوماټيکو اصولو سره په ټکر کې بولي او وایي، که پاکستان همکاري ونه کړي د افغان سولې بهیر به بې پایلې وي.

هغه وایي: «له بده مرغه چې د افغانستان او د امنیتي برخې سیاست د یوې حلقې په لاس کې دی چې د امنیت په برخه کې نه پوه لري، نه تخصص لري او نه هم د ولسمشر غني د امنیت د سلاکارۍ  په برخه کې، دا دویم ځل دی، تېر ځل امریکا د محب د غیرې ډېپلوماټيکو څرګندونو له امله خپلې اړیکې له تېر یوه کال څخه د ملي امنیت له شورا او له محب سره پړې کړي او دا ځل پاکستان ورته اقدام کوي، زما په اند دا به د سولې پر پروسه جدي اغېزې ولري.»

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د روان کال د غویي میاشتې پر ۲۳مه نېټه ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال پر پاکستان نیوکې کړې وې او ویلي وو چې دغه هېواد د یوې واکمنې ډلې په توګه په دې هڅه کې ده چې په افغانستان کې خپلې پولې پراخې کړي. نوموړي همداراز ویلي چې پآکستان د عزت او ویاړ په نوم څه نه لري او د پښتنو او بلوڅو په ګډون د پاکستان قومونه د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملي امنیت د سلاکار د وروستیو څرګندونو په تړاو په پاکستان کې، افغان سفیر احضار کړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام