اوومان چې یو ډول غرنی بوټی دی او د اسيا په کچه په افغانستان په ځانګړي توګه د روزګان ولايت په دښتو او غرنو کې په طبیعي ډول پیدا کېږي، خلک وايي چې په دې وروستيو کلونو کې یې له هېواده بهر قاچاق ډېر شوی دی.

د روزګان ولايت د ګېزاب او خاص روزګان ولسواليو يوشمير اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې يو‌شمېر کمپنیو د دغو ولسواليو اوسېدونکي د ورځ مزدورۍ په ډول نيولي، څو د غرونو څخه «اوومان» بوتی راټول کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګېزاب ولسوالي يو اوسېدونکی عبدالغفار سلام وطندار ته وايي، دوی شاخوا څلور کيلو «اوومان» په ۲۵ افغانۍ دغو کسانو ته ورکوي او د ورځې هرمزدورکار ته تر ۳ زره افغانۍ ګټه په لاس ورځي.
د سيمې د دغه اوسېدونکي د معلوماتو له مخې، غرنی بوټی «اوومان» نيمروز او يوشمېر نورو ولایتونو ته قاچاقېږي.

په ورته مهال د روزګان ولايت د خاص روزګان ولسوالي اوسېدونکي هم ورته ادعا لري او په خبره يې، د يادې ولسوالي څخه هم اوومان د قاچاق په توګه وړل کېږي.

د دغې ولسوالي يوه اوسېدونکي سيدرحيم سلام وطندار سره په خبرو کې د اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د اوومانو د قاچاق مخه ونيسي.

د کرنیزو چارو کارپوهان بیا دغه غرنی بوټی خورا ارزښتناکه بولي او زياتوي چې د دغه بوټي څخه په يوشمېر درملو کې ګټه اخیستل کېږي.

د روزګان د لوړه زده‌کړو موسسي د کرنې برخې يو استاد پوهنيار احمد‌لله احمدي سلام وطندار ته وويل، هغه درمل چې د اوومان بوټي څخه جوړېږي په نړيوالو بازارونو کې یې د یوه کیلو بیه «۳۳۸» ډالره ده.

هغه وايي چې «اوومان» يوازي په اسيايي هېوادونو په خاص توګه د افغانستان د روزګان ولايت په غرونو کې پيدا کېږي.

د روزګان د اطلاعات او فرهنګ ريس ملامحمد اصف وايي، اوومان بوټی ډېر ارزښت لري او په خبره يې چې دوي یې د قاچاق مخه په کلکه نيولې ده. نوموړي د یاد بوټي قاچاق کوونکو ته ګواښ وکړ چې سخته سزا به ورکړل شي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «پوهېږو چې د اوومانو بوټی يو ارزښت لرونکی بوټی دی. موږ هېچاته د دغه بوټي د قاچاق اجازه نه ورکوو چي بهر يې قاچاق کړي. که هرچا دغه کار وکړ، سخته سزا به ورکړل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د طبیعي سرچینو له مخې، افغانستان یو بډایه هېواد دی چې په خپل غېږه کې بېلابېل ډوله طبیعي کانونه لري، خو نیوکې دا دي چې حکومت له دغو سرچینو څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته کړې او وخت ناوخت د محلي زورواکو او عامو خلکو له لوري په ناقانونه توګه قاچاقېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام