د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هېواد کې د ښځو د وضعیت څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی  محدود شوی دی.

دغه بنسټ د ملګروملتونو د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ پربنسټ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، وروسته له هغې چې روغتیايي مرکزونو ته له شرعي محرم پرته د ښځو او نجونو په ورتګ محدودیت ولګول شو، روغتیايي مرکزونو ته د هغوی لاسرسی د پام وړ کم شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ښځو د محدودیت لګول او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودېدل ردوي او هغه غیرمنطقي بولي. کریمي وايي، روغتیايي مرکزونو ته د تلو په اړه د ښځو د مخنیوي کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

روغتیايي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي محدودیت د ښځو د حقونو د یو‌شمېر ملاتړو غبرګون هم راپورته کړی. د ښځو د حقونو فعاله اوږۍ امېل پر مېرمنو د محدودیت وضع کېدو څرنګوالي څخه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې که چېرته یوه ښځه ناروغ ولري او او روغتیايي مرکز ته یې ونه لېږدوي، ناروغ به ومري او دومره محدودیت لګولو د تحمول وړ نه دی.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، پر ښځو مختلف محدودیتونه وضع شول، په داسې حال کې چې د دغو قوانینو لګول د ښځو له نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پرون په ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه لاس په لاس شول چې یوه ښځه د نارینه جامو په اغوستو، کور څخه نارینه محرم سره د وتو په تړاو د اسلامي امارت د نوې سپارښتنې پر وړاندې اعتراض کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام