د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر وزارت له‌خوا له محرم پرته د ښځو پر سفر د بندیزونو لګولو په برخه کې د دغه وزارت د نوې تګ‌لارې د جوړېدو په اړه د بشري حقونو د څارسازمان غبرګون منفي تبلیغات او پروپاګند بللی دی.

د اسلام امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د بشري حقونو د څار ادارې ادعا چې اسلامي امارت د ښځو حقونو ته رسېدنه نه کوي، یوازې تبلیغات دي. سمنګاني ټینګار کړی چې اسلامي امارت د نارینه او ښځو په ګډون د هېواد د ټولو اتباعو حقونو ته ژمن دی او د کار او زده کړې حق یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په دې وروستیو کې د موټر چلوونکو لپاره  یو لارښود خپور کړی چې په کې راغلي، موټر چلوونکي دې هغه ښځینه چې حجاب یې نه وي مراعت کړی، نه باید موټرو کې بوځي او ښځې دې له محرم پرته له ۴۵ میله څخه زیات لرې سفر ونه کړي

د بشري حقونو د څار سازمان پر دې بندیزونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کړنلاره/ لارښود د ښځو د زنداني کولو پر لور ګام دی. د بشري حقونو د څار سازمان د مدیر مرستیالې هډر بار د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا بندیزونه به ښځې له دې فرصت څخه بې‌برخې کړي چې بل ښار ته په ازاده توګه سفر وکړي، سوداګري وکړي او یا په کور کې له تاوتریخوالو سره د مخ کېدو په صورت کې نه‌شي کولای چې له کوره وتښتي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو له دې وړاندې هم د ښځو لپاره کړنلارې جوړې کړي او پر افغانستان د دوی له واکمنېدو راهیسې د ښځو پر زدکړو او کار ته په ورتګ بندیزونه لګېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام