Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیه: اوکراین او ملاتړي یې داسې دریځ کې نه‌دي چې د سولې شرایط وټاکي

پوتین

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وايي چې کېیف او د هغه لوېدیځ ملاتړي په داسې دریځ کې نه‌دي چې د اوکراین د جګړې د حل لپاره شرایط وټاکي.

د روسیې تاس خبري اژانس د نوموړې له قوله ویلي چې مسکو چمتو دی، د اوکراین کړکېچ ژر تر ژره د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي، خو د سولې شرایط باید د اوکراین او د هغه د ملاتړ کوونکو له لوري ونه تپل شي.

هغې زیاته کړې چې د اوکراین د ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي لوېدیځ ملاتړي هڅه کوي جګړه اوږده کړي او کېیف لاهم د روسیې پر وړاندې د ستراتیژیکې ماتې هیله لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغې په وینا، د اپرېل میاشتې د اختر د اوربند پرمهال اوکراین زرګونه ځله دغه اوربند مات کړی دی.

زاخارووا همداراز ویلي چې له امریکا سره د خبرو په اړه مسکو ډېرې لوړې هیلې نه‌لري، خو بیا هم دا خبرې روانې ساتي، ځکه د اوسني امریکایي حکومت له‌خوا د روسیې نظر ته لږترلږه د اورېدو چمتووالی لیدل کېږي.

د اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې له برید سره پیل شوې او تر اوسه روانه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام