
سمنګان کې د کتابلوستلو فرهنګ د ترویج هڅې؛ هیلې او ننګونې
سمنګان کې شمېر ځوانان وایي، د خصوصي کتابتونونو او فرهنګي بنسټونو په جوړولو سره هڅه کوي چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوان نسل ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ دود کړي.
دوی وویل، سره له دې چې اقتصادي ستونزې شته، اسانتیاوې کمې دي او د مطالعې سرچینو ته لاسرسی محدود دی، خو د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې لاهم روانې دي.














