د غوایي ۳ یمه او د اپریل ۲۳ نېټه د کتاب نړیواله ورځ ده. خو په هېواد کې یو شمېر کتاب پلورونکي وايي چې په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته د کتابونو بازار په ټپه درېدلی دی.

هغوی د خلکو کمزوری اقتصاد، د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل او لوړو زده‌کړو کې بدلونونه کتاب ته د نه پاملرنې اصلي لاملونه بولي.

د کابل د عامه مرکزي کتابتون امر فتح‌‌الله وافي سلام‌وطندار ته وايي، په وروستیو بدلونونو سره، د دغه مرکز د مینه‌والو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوی‌شیر کتاب خپروونکو او پلورونکو ټولنې مشر استاد محمد اکبر عظیمي وايي، د اسلامي امارت واکنمېدو راهیسې، کتاب او کتاب لوستو سره د خلکو مینه کمه شوې.

هغه د خلکو کمزوری اقتصاد، د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل او لوړو زده‌کړو کې بدلونونه د کتاب پلورلو د رکود اصلي لاملونه بولي.

 یو شمېر زده‌کړیالان وايي، له وروستیو بدلونونو وروسته او د فقر او بې وزلۍ په زیاتېدو سره، د کتاب اخیستو توان هم کم شوی دی.

یو تن زده‌کړیال حسیب‌الله وايي: « کله چی اقتصاد کمزوری وي ستونزې پیدا کېږي، یو دهغوی ستونزونو داقتصاد کمزوري ويی چی په کتاب یې اخیز کری دی.»

دې ټولو سربېره ځینې نور زده‌کړیالان د کتاب لوستل هر ډول شرایطو کې یوه اړتیا بولي او ټینګار کوي چې د کتاب لوستو فرهنګ باید ترویج شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زده‌کړیاله رعنا وايي، هغه خپلې راتلونکې ته هیله‌منده ده او له ځوانانو غواړي چې رامنځ ته شوې ستونزې وزغمي او د ځان په ګټه استفاده وکړي.

 د یادونې ده چې څوموده وړاندې د پُل‌سرخ فرهنګي مرکز د اقتصادي ستونزو له امله خپل ټول کتابونه لیلام ته وړاندې کړل او ځینو نورو ولایتونو کې هم فرهنګي مرکزونه تړل شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام