Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د اختر نکریزې؛ هغه دود چې د پخوا په پرتله کمرنګه شوی

افغانستان کې ښځې د اختر په ورځو کې د مېلمنو د هرکلي او د اختر دسترخوان چمتو کولو ترڅنګ، پر خپلو لاسونو د نکریزو لګولو له لارې هم دغه ورځې نمانځي.

نکریزې لا هم د ډېرو ښځو لپاره د ښکلا، خوښۍ او د دودونو د ژوندي ساتلو نښه ده، هغه دود چې د ژوند د طرز له بدلون او د ځینو دودونو له کم‌رنګېدو سره سره یې، خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال: تراوسه ایران سره هوکړې ته نه‌يو رسېدلي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وینس وايي، د امریکا او ایران تړون ډېر پرمختګ کړی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا تراوسه نه دی لاسلیک کړی.

د راپورونو پراساس، وینس ویلي چې د جګړې په اړه هر ډول هوکړې ته له رسېدو مخکې، امريکا او ايران ته لا هم ډېرې مهمې مسلې پاتې دي چې بايد حل شي.

د اسراییل لومړي وزیر د غزې د ۷۰ سلنه خاورې نیولو امر کړی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی چې د غزې ۷۰ سلنه خاوره ونیسي.
ده وویل: «موږ اوس د غزې پر ۶۰ سلنه خاورې کنټرول لرو زما لارښوونه دا ده چې ګام په ګام مخته ولاړ شو او په لومړي پړاو کې دا اندازه ۷۰ سلنې ته ورسوو.»

شیخ هبت‌الله اخندزاده: د شریعت په چوکاټ کې تعامل ته چمتو یو

د اسلامي امارت مشر د لوی اختر په مناسبت وینا کې وویل، له نړۍ سره د دین په مقابل کې معامله نه‌کوي او د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې ته چمتو دی.
د هغه په وینا، اوسنی نظام د بهرنیو فشارونو پر بنسټ نه، بلکې د شریعت له مخې پرېکړې کوي.

د ملا حسن اخند اختریز پیغام: اسلامي امارت د ولس هوساینې لپاره هڅې کوي

د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن‌ اخند اختریز پیغام کې ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي ورکړې او ویلي، په کار ده چې ټول مسلمانان په ځانګړې توګه افغانان خپلو کې د یوالي او همکارۍ اصل ته جدي پام وکړي.

هغه دغه پیغام کې ویلي چې اسلامي امارت تل د ولس هوساینې لپاره اقدامات او هڅې کوي.

پر لبنان د اسراییل تازه بریدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي

د لبنان سویل کې د اسراییل بریدونو پرمهال ۳۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

الجزیرې شبکې ویلي، د اسراییلي ځواکونو دغه بریدونه پرون د عرفې په ورځ شوي او د لبنان سویل او ختیځ کې یې د ښارونو او کلیو لسګونو کسانو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي.

هېوادوال د اختر ورځو کې د پټاقیو او هوايي ډزو د بندېدو غوښتنه کوي

د اختر په رانږدې کېدو سره د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت غوښتنې او اندېښنې زیاتې شوي.

یو شمېر ښاریان وایي، تمه لري چې د اختر ورځې او شپې په ارامه فضا او له هر ډول ګواښ او بې‌نظمۍ پرته تېرې شي.

دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د هوايي ډزو او پټاقیو د کارولو مخه ونیسي.

اختر که سیالي؟ د بېځایه لګښتونو تر سیوري لاندې د خوښۍ رنګ

د پېرېدونکو ګڼه‌ګوڼه، د پلورونکو غږونه او هغه دوکانونه چې له رنګارنګ جامو ډک شوي، د اختر د رانږدې کېدو زېری ورکوي، خو د دې خوښۍ ترڅنګ، ښاریان د افراطي سیالۍ او یو پر بل د برترۍ په اړه اندېښنې لري. دوی وایي، د اختر ورځو کې یو بل سره بېځایه سیالي ډېرې کورنۍ اړ کوي چې داسې څه وپېري چې اقتصادي وس یې نه‌لري.

بېلابېلو ولایتونو کې سیلاب‌ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر هغه کسان چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي، له حکومته او مرستندویو بنسټونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

دې وروستیو سېلابونو په کندوز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې پراخ مالي زیانونه اړولي او د سلګونو کورنیو ژوند یې له کړکېچ سره مخ کړی.