Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني او کاپیسا کې ۵ کسان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي

ش

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي، د مالستان ولسوالۍ په یوه بند کې ٣ ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او ژوند یې له لاسه ورکړی.

هغه وویل، پېښه د اختر په لومړۍ ورځ شوې او د دغو درېیو ځوانانو جسدونه امنیتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ له اوبو را ایستلي.

ویل شوي چې دغو ځوانانو شاوخوا ۲۳، ۲۴ او ۲۷ کاله عمرونه لرل او د تفریح لپاره دغه بند ته ورغلي وو.

ورته وخت کې د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي، صیاد کې هم دوه تنه د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام