د کابل ښاروالۍ او کرنې وزارت ترمنځ د هوکړې له مخې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او اړوندو سیمو کې د ۶ ښارګوټو ځمکې کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ویلي، په دغو ښارګوټو کې جنت ګل خان، سردار محمد داوود خان، میرویس، دولتزي، علاوالدین او حبیب الله ځاځي ښارګوټي شامل دي.
د نوموړي په وینا، د دغو ځمکو سپارل د ښاري نظم د ټینګښت، د ناقانونه ودانیو د مخنیوي او د ښاري پراختیا د بهیر د چټکتیا په موخه شوي دي.
هېواد کې له دې وړاندې هم د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري په پلازمېنه کابل او یوشمېر ولایتونو کې د ښارګوټو ترڅنګ نورې ځمکې هم امارتي اعلان کړي او دا بهیر لاهم روان دی.