له سپین تباشیر تر روښانه سبا؛ د یوې ښځینه ښوونکې کیسه

هر سهار کله چې د لمر وړانګې لا د ښار پر بامونو بشپړې نه‌وي خورې شوې، نازنین متین خپل درسي پلان رااخلي او د ښوونځي پر لور روانېږي. د هغې لپاره ښوونځي ته تګ یوازې د یوه کاري ورځې پیل نه دی، بلکې د ماشومانو د روښانه راتلونکي د جوړولو سفر دی.

د کډوالۍ ژوند؛ فرصتونه، ستونزې او د هویت ساتنه

یوشمېر افغانان چې په وروستیو کلونو کې له هېواده کډوال شوي، وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند ورته د زده‌کړې، کار او شخصي ودې نوې دروازې پرانیستې دي. خو له دې فرصتونو سره سره، ژبني، کلتوري او د هویت اړوند ستونزې لاهم د کډوالۍ د تجربې نه بېلېدونکې برخه ده.

قطر او چین د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمدبن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د قطر تریبون د پنجشنبې پر ورځ (غويي ۲۴مه) راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې د افغانستان وروستي سیاسي او امنیتي تحولات تر بحث لاندې نیول شوي دي.

له ایران او پاکستانه ۵۲۲۹ افغانان بېرته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې له ایران او پاکستان څخه پنځه زره او دوه سوه نهه ویشت افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو راستنو شویو کسانو کې له نهه سوه پنځه اویا څخه ډېرې کورنۍ شاملې دي.

د غزني اوسېدونکي: له یوه ځایه بل ته د ادارو لېږد سرګردانه کړي یوو

په غزني کې د اقتصاد، کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم ریاستونه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره، د برښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګې، د ځانګړو زده‌کړو او چاپېریال ساتنې ادارې، هغه دولتي ادارې دي چې ځانګړې ودانۍ او ثابت ځای نه‌لري.

هېواد کې سېلاب‌ځپلي د ناروغیو له خپرېدو اندېښمن دي

په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو له هغې ډلې، بدخشان، تخار، هرات، ننګرهار، غور، نورستان، کونړ، بغلان، کندز، بادغیس او فاریاب کې راغلو سېلابونو، د مالي زیانونو او د کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ، د خلکو د پاکو څښاک اوبو لاسرسی هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

۴۶میلیون ډالره ارزښت؛ د معیار او کیفیت ادارې هندي شرکت سره تړون لاسلیک کړ

د هېواد د معیار او کیفیت ادارې له یوه هندي خصوصي شرکت سره د کیفیت تثبیت لابراتوارونو د پراختیا او تجهیز په برخه کې د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د معلوماتو له مخې، دغه تړون نن چهارشنبه، غویي ۲۳مه کابل کې د یادې ادارې او هندي شرکت د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د خوېندو حق؛ ایا ورور د خور ژوند کې د مداخلې حق لري؟

که څه هم په ډېری افغان کورنیو کې ورونه د خپلو خوېندو د ژوند کنټرول او ملاتړ خپل مسوولیت بولي، خو د شریعت او اسلامي فقهې له مخې، ورور حق نه‌لري چې په غیرشرعي او غیرقانوني توګه د خپلې خور ژوند کې مداخله وکړي.

همداراز ورونه نه‌شي کولای چې په زور ، د قانون او شرعیت خلاف، خپلې خویندې واده کړي، یا د دوی د زده‌کړو او کار کولو مخه ونیسي.

د نرسانو نړیواله ورځ؛ «معاشونه دومره نه‌دي، یوازې ژوند چلوو»

د نرسانو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د کابل په روغتونونو کې یوشمېر نرسان د نرسنګ د پرسونل له کمښت، اقتصادي ستونزو او کاري محدودیتونو اندېښنه لري.

دوی وایي، په ځینو روغتونونو کې د نرسانو کمښت د دې لامل شوی چې ناروغان پر وخت روغتیايي پاملرنه او درملنه ترلاسه نه‌کړي.

د غزني اوسېدونکي: د دې ولایت تاریخي ابداتو بیارغونې ته دې پام وشي

غزني کې د وخت په تېرېدو او د طبیعي پېښو له امله د دغه ولایت یوشمېر تاریخي ابدات د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. په دې وروستیو کې د غزني د کلا د دېوال یوه برخه نړېدلې چې دا د دې ولایت له مهمو تاریخي ابداتو څخه ګڼل کېږي.

اوزبیکستان له افغانستان سره د اصلاح شویو تخمونو مرسته کړې

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د اوزبیکستان هېواد د مرستو یوه جوپه د حیرتان سوداګریز بندر له لارې هېواد ته رارسېدلې ده.

دغه مرسته چې ۴۰ مټریک ټُنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه دي، (یکشنبه، د غويي۲۰مه) د حیرتان په سوداګریز ښارګوټي کې حکومتي مسوولانو ته وسپارل شوه.

کورنیو کې جنسیتي نابرابري؛ ایا پر مېرمنو اغېز لري؟

دغه مېرمنې وایي چې په کورنیو کې د کورني کارونو دروند بار یوازې د ښځو پر اوږو وي، په داسې حال کې چې نارینه په دې برخه کې ډېر لږ یا هېڅ مسوولیت نه اخلي. دوی زیاتوي چې که ښځه د ناروغۍ یا کمزورۍ له امله کارونه پر وخت ونه‌کړي، ان له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.