په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو له هغې ډلې، بدخشان، تخار، هرات، ننګرهار، غور، نورستان، کونړ، بغلان، کندز، بادغیس او فاریاب کې راغلو سېلابونو، د مالي زیانونو او د کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ، د خلکو د پاکو څښاک اوبو لاسرسی هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

زیانمنې شوې کورنۍ وایي چې د پاکو اوبو نشتوالی او د اوبو رسولو سیستمونو ویجاړېدل، د ناروغیو د خپرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د تخار د فرخار ولسوالي اوسېدونکی عبدالرحیم چې خپل کور او شتمني یې په سېلابونو کې له لاسه ورکړې، وایي، د ده د کورنۍ ماشومان ناروغ شوي دي.

هغه وایي: «زموږ کور سېلاب یووړ، څو وزې، پسونه او زموږ د خوراک سامان یې هم له‌منځه یووړ. د څښاک اوبه نه‌لرو، ماشومان مو ناروغ شوي دي، نس ناستی او د پوستکي ناروغۍ ورته پیدا شوې دي. موږ د مرستې غوښتنه کوو، زموږ کورونه دې بېرته ورغول شي.»

د تخار د فرخار ولسوالي یو بل اوسېدونکی امیرعلي هم وایي چې د پاکو څښاک اوبو کمښت، د ماشومانو روغتیايي ستونزې زیاتې کړي او دوی اړ دي چې له لرې سیمو اوبه راوړي.

هغه وایي: «ماشومان ناروغ دي، پاکې څښاک اوبه نه‌لري. که اوبو ته اړتیا وي، له لرې کلیو یې راوړو. موږ غوښتنه کوو چې زموږ وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.»

د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم له ورته وضعیت څخه شکایت کوي. د بدخشان د ارګو ولسوالي اوسېدونکی لطف‌الله وایي چې سېلابونو د څښاک اوبو سیستم او د ژوند لومړني امکانات له‌منځه وړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاتوي: «سېلابونو ډېر زیات زیانونه اړولي دي، زموږ کورونه یې ویجاړ کړي دي. له اقتصادي ستونزو، د خوراکي توکو له کمښت او سخت ژوند سره مخ یو. کافي امکانات او سرپناه نه لرو. زموږ د څښاک اوبو سیستم هم له منځه تللی دی. موږ پاکو او صحي اوبو ته اړتیا لرو او په ځانګړي ډول د خپلو ماشومانو لپاره د ناروغیو د خپرېدو اندېښنه لرو.»

د هرات د اوبې ولسوالي اوسېدونکی محمدشاه هم وایي چې د پاکو او صحي اوبو کمښت، دوی اړ کړي چې له ناپاکو اوبو استفاده وکړي او دا وضعیت د ناروغیو اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

هغه وایي: «زموږ د څښاک اوبه ښه کیفیت نه لري او یوازې په ورځ کې یو ساعت نل ته اوبه راځي. که نل ته اوبه رانشي، نو مجبور یو چې له نورو اوبو استفاده وکړو چې له روغتیايي پلوه خطرناکې دي او ناروغوي مو.»

دا اندېښنې داسې مهال دي چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې له سېلابونو وروسته، د ککړو اوبو او د روغتیايي امکاناتو د نشتوالي له امله د ناروغیو د خپرېدو خطر زیات شوی دی.

دغه بنسټ ویلي چې د اوبو سرچینو او روغتیايي شبکو ویجاړېدل، زیانمنې شوې کورنۍ له جدي روغتیايي خطرونو سره مخ کولی شي.

په همدې حال کې د روغتیا برخې کارپوه هلمند صدیق وایي چې سېلابونه د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو زمینه برابروي، ځکه ککړې اوبه د څښاک له اوبو سره ګډېږي. هغه ټینګار کوي چې ماشومان او سپین ږیري د هضمي، تنفسي او د پوستکي ناروغیو له زیات خطر سره مخ دي.

هغه وایي: «شدید بارانونه او سېلابونه د فاضله اوبو د نورو اوبو سره د ګډېدو لامل کېږي، چې په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ، سینه‌بغل، د پوستکي، سترګو او فنګسي ناروغۍ پیدا کوي. په ځانګړي ډول ماشومان او زاړه کسان، چې د بدن معافیت یې کمزوری وي، د هضمي ناروغیو او نس ناستې سره مخ کېږي. په دغو نس ناستو کې کولرا هم خپرېږي چې ان د خلکو د مړینې سبب کېدای شي. دغه نس ناستې د خوارځواکۍ او د پښتورګو د زیان لامل هم کېږي. له سېلابونو وروسته خلک باید خپلې د څښاک اوبه خامخا وایشوي.»

په یوشمېر ولایتونو کې وروستیو سېلابونو لسګونه کورنۍ له درنو مالي او انساني زیانونو سره مخ کړي او د کورونو د ویجاړېدو او شتمنیو د له منځه تلو ترڅنګ، د پاکو څښاک اوبو کمښت او د ناروغیو د خپرېدو اندېښنې د زیانمنو شویو خلکو لپاره نوې ستونزې رامنځته کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام