Asset 1SWN

سلام وطندار

سنټکام: ایران د کوېټ او بحرین پر اډو ۷ بالېستیک توغندي ویشتلي

U.S. forces participate in a live fire involving Patriot missile launches during exercise Sky Shield at the Udari Range Complex, Kuwait, Dec. 9, 2025. Led by Kuwait, exercise Sky Shield included participation from the United States, Bahrain, and the United Kingdom.

د امریکا مرکزي قومنداني (CENTCOMوايي چې ایران د کویټ او بحرین پر لور اووه بالستیک توغندي توغولي دي.

دغه پېښه څو ساعته وروسته له هغه رامنځته شوې چې امریکايي ځواکونو د ایران هغه بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې چې د هرمز تنګي پر لور استول شوې وې او همدارنګه یې د ایران ځینې راداري مرکزونه په نښه کړل.

سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «لومړنۍ ارزونې ښيي چې له اوو توغول شویو توغندیو څخه شپږ یې د دفاعي سیستمونو له‌خوا شنډ شوي او اووم توغندی خپل ټاکلي هدف ته نه دی رسېدلی.»

دغه قومنداني زیاتوي چې تراوسه د امریکايي ځواکونو د پرسونل د زیانمنېدو کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

سنټکام د ایران هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې د امریکا د پنځم سمندري ځواک (Fifth Fleet) مرکز ته، چې په بحرین کې موقعیت لري، زیان اوښتی دی. د سنټکام په وینا، دا ادعاوې ناسمې او بې‌بنسټه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام