
لوګر کې د یوې لرغونې سیمې کشف؛ ۳۵۰ کاله مخینه لري
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم سلاموطندار ته ویلي چې یاده لرغونه سیمه ۳۵۰ کاله تاریخي مخینه لري او د مرکز پلعلم اړوند سپيڅ سیمه کې د کوټګي په نوم کلي کې موقعیت لري.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم سلاموطندار ته ویلي چې یاده لرغونه سیمه ۳۵۰ کاله تاریخي مخینه لري او د مرکز پلعلم اړوند سپيڅ سیمه کې د کوټګي په نوم کلي کې موقعیت لري.
حمید حمیدي د پروان اوسېدونکی دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته اروپا ته د رسېدو په موخه پر ستونزمنو لارو سفر پیل کړ، خو هیله یې پوره نه شوه.
حمیدي هغه مهال د نامنظمې کډوالۍ ترخې تجربه کړې چې نوی له ښوونځي څخه فارغ شوی و او لومړی ایران او له هغه ځایه هم ترکیې ته ولاړ.
محمداسلم تیمور په فاریاب کې د رسنیو برخې فعال و چې نږدې شپږ کاله وړاندې یې د امنیتي ستونزو له امله هېواد پرېښود. هغه اوس په یوه اروپايي هېواد کې اوسېږي.
ګڼشمېر افغانانو د تېرو نږدې څلورو لسیزو ناامنیو او د ارام او خوندي ژوند تېرولو لپاره هېواد خوشې کړی او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
سره له دې چې دغه افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر لاره بېشمېره ستونزې او سختۍ تجربه کوي، خو د موخې هېواد ته له رسېدو او هلته له اوسېدو وروسته هم د بېشمېره ستونزو له امله له ناهیلۍ ډک ژوند تېروي.
ګڼشمېر افغانان یوه ارام او هوسا ژوند ته د رسېدو په خیال نورو هېوادونو ته کډوالي کوي، خو دا چې کولای شي خپلې موخې ته ورسېږي، په دغه راپور کې له هغه چا سره مرکه شوې چې د ډېرو ستونزو په ګاللو سره یې ځان اروپا ته رسولی دی.
امیرخان څو کاله وړاندې له رسمي سندونو پرته ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې ده.
ګڼ شمېر افغانان له کلونو راهیسې د هوسا او خوندي ژوند ته د رسېدو لپاره د انساني قاچاقیان په خوړو او تشو خبرو باور کوي او پر ګواښوونکو لارو نورو هېوادونو ته د تګ زړه ښه کوي.
جمشېد هغه ځوان دی چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له قانوني اسنادو پرته ایران ته خوځېږي، خو د لارې په اوږدو کې د هغه د تمې خلاف ستونزو سره مخ کېږي او قاچاقي یې د ایراني پولیسو له لوري د نیولو له وېرې یوه او بل ځای ته لېږدوي.
شېرمحمد اویغون د لوړو زدهکړو لرونکی ځوان او د رسنیو برخې فعال دی چې «د فاریاب ولایت د دولتاباد ولسوالي د ښاروال په توګه دندې پر مهال» له خپلو کلیوالو سره خوړلي چې ځینو هغو یې له طالبانو سره په معامله کې ورته د مرګ ګواښ کړی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک او بینالافغاني مذاکراتو څخه نږدې دوه کاله تېریږي، دغو خبرو ته د هېلهمندي په دوام په کور دننه د افغانانو په سربېره یوشمېر هغو افغانانو ته هم د هیلو ور پرانستی چې له افغانستانه بهر ګډوال دي.
امرالله چې د پکتیا اوسېدونکی دی، شاخوا دوه کاله وړاندې له قانوني سندونو پرته یوه اروپايي هېواد ته د سفر موزې پر پښو کړي او په ډېرو ستونزو يې ځان تر فرانسې رسولی دی.
په اروپايي هېوادونو کې د کورونا ویروس خپرېدو د افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی. زرګونو افغانانو د ناامنیو، بېوزلۍ او وزګارتیا له کبله هېواد پرېښی او په بهرنیو هېوادونو کې له ستونزو ډک ژوند کوي.
افغان کډوال ارامه او هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره د نامنظمې کډوالۍ ننګونو ته غاړه ږدي، خو کله چې د موخې هېواد ته رسېږي، ډېری یې له ژبې او چاپېریال سره د نه بلدتیا او د لسګونو نورو ستونزو له امله ناهیلي کېږي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ګڼشمېر وګړو یې د ناامنیو او د ژوند ناسم وضعیت له کبله نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړې ده.
دغه کسان په بهرنیو، په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو کې د هوسا ژوند لپاره په ډېرو سختو او قاچاقي لارو بهر ته ځي، خو ډېر کم شمېر یې روغ رمټ د موخې هېواد ته رسېږي او هلته د اوسېدو قانوني اجازه ترلاسه کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د څو لسیزو جګړو، ناامنیو، وزګارتیا او بېوزلۍ له امله شاوخوا ۸ میلیونه افغانان له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوي دي.
له هغه وروسته چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، په هېواد کې د امنیت ټینګښت، د سولې راتلو او د کاري اسانتیاوو برابرېدو ته د خلکو هیلې ډېرې شوې دي.
محمدامیر فاریابي د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، خو اوس د ترکیې په استانبول ښار کې کډوال دی. هغه وايي، ۲۵ کاله يې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د افسرۍ دنده لرله، خو له پنځو کلونو راهیسې په ترکیه کې بېبرخلیکه پروت دی. د نوموړي په وینا، د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله يې هېواد پرېښی او په ۱۳۹۵ کال کې لومړی ایران او بیا هم ترکیې ته تللی دی.
په وروستیو کلونو کې چې ګڼشمېر ځوانان له کندوز ولایت څخه بهر هېوادونو ته کډوال شوي، ډېریو یې هیله درلوده چې هلته به خپلو زدهکړو او کار ته دوام ورکړي، خو هلته د مناسبو کاري فرصتونو نه موجودیت او د هغو کډوالو پر وړاندې د هېوادونو ناسم سیاست او د میکانېزم نهشتون لامل شوی چې نه یوازې خپلو موخو ته و نه رسېږي، بلکې له نورو ننګونو سره هم مخامخ شي.
که څه هم د نړۍ په کچه د کورونا ویروس له خپرېدو وړاندې هم افغان کډوال بهر هېوادونو کې ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دغه ویروس له خپرېدو را وروسته، د هغوی وضعیت نور هم سخت شوی دی.
ترکیې، ایران او اروپايي هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال وايي، دغو هېوادونو کې کاري محدودیتونو سره مخ دي او روغتیايي امکاناتو ته بشپړ لاسرسی نه لري چې هغوی یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
په ترکیه کې ګڼشمېر افغان کډوال وايي، د تېر کال په پرتله د خوراکي توکو نرخونه، د کور کرایه، اوبه، برښنا او د ګازو بیې لوړې شوي او دوی یې په اړه سختې اندېښنې لري. د خوراکې توکو د بیې لوړوالی، او د کورونا له کبله پیدا شویو اقتصادي ستونزو د نورو هېوادونو تر څنګ، پر ترکیې هم منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې بیا کډوالو ته رسېدلی دی.