ګڼ‌شمېر افغانان یوه ارام او هوسا ژوند ته د رسېدو په خیال نورو هېوادونو ته کډوالي کوي، خو دا چې کولای شي خپلې موخې ته ورسېږي، په دغه راپور کې له هغه چا سره مرکه شوې چې د ډېرو ستونزو په ګاللو سره یې ځان اروپا ته رسولی دی.

امیرخان څو کاله وړاندې له رسمي سندونو پرته ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې ده. نوموړي چې د ډېرو لوړو او ژورو له زغملو وروسته ځان یوه اروپايي هېواد ته رسولی وايي، که څه هم د نامنظمې کډوالۍ پر لارو ډېرې ستونزې وې، خو د ارام ژوند او کار لپاره یې زغملې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امیرخان ستونزې یوازې اروپا ته د رسېدو پر لارې نه تمامېږي او د کډوالو یوه کمپ ته له رسېدو سره سم د کورونا ویروس خپرېدو له کبله شوي کورنټین سره مخ کېږي. هغه وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو له امله نه یوازې کار نه ورته پیدا کېږي، بلکې له کمپ څخه د وتلو اجازه هم نه ورکول کېږي. د نوموړي په وینا، په کمپ کې د ډېرې ګڼه ګوڼې له کبله روغتیايي سپارښتنې په پام کې نه نیول کېږي او له کبله یې ګڼ‌شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



هغه چې یوه هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره یې کډوالي ته مخه کړې وايي، سره له دې چې ډېرې ستونزې یې تېرې کړي، خو بیا هم نه دی توانېدلی چې خپلو غوښتنو او موخو ته ورسېږي.

خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار سیدعبدالباسط انصاري وايي، په اروپايي هېوادونو کې د افغان دولت استازي د کډوالو ستونزو ته د رسېدو هڅې کوي.

د ښاغلي انصاري په وینا، هېواد ته د کډوالو بېرته راګرځېدو پرېکړه په هغوی پورې اړه لري. هغه وویل، د کډوالو چارو وزارت د نورو ادارو په همکاري پر له سولې وروسته پلان کار کوي.

هغه افغانان چې د جګړو او ناامنیو له کبله یې هېواد پرېښی او نورو هېوادونو ته یې پناه وړې، په هېواد کې سوله غواړي. دوی وايي، که افغانستان کې تلپاتې سوله راشي، بېرته به خپل هېواد ته ستانه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام