شېرمحمد اویغون د لوړو زده‌کړو لرونکی ځوان او د رسنیو برخې فعال دی چې «د فاریاب ولایت د دولت‌اباد ولسوالي د ښاروال په توګه دندې پر مهال» له خپلو کلیوالو سره خوړلي چې ځینو هغو یې له طالبانو سره په معامله کې ورته د مرګ ګواښ کړی دی.

اویغون له فشار سره له مخامخېدو وروسته بهر ته د تلو فکر کړی او اړ شوی چې خپله کورنۍ او هېواد پرېږدي.

شېرمحمد خپلې له مېرمنې او کوچنۍ لور سره چې په ترکیه کې زېږېدلې، د دوو کلونو پر مهال ځان تر المان هېواده رسولی دی.

هغه څه چې پرې تېر شوي، په اړه یې سلام‌وطندار ته ويلي، د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی، ښوونځی یې په مزار ښار کې لوستی او پوهنتون یې هم کابل کې پای ته رسولی دی.

شېرمحمد چې کله په کابل کې زده‌کړې کولې او بیا له بېلابېلو رسنیو سره په خپله مورنۍ ژبه چې ازبکي ده، ویاندويي کړې او په ۱۳۹۵ کال کې د فاریاب ولایت مقام د اړتیا له مخې، د دولت‌اباد ولسوال په توګه ګومارل کېږي چې دغه پوست کې له دوه کلنې تجربې وروسته د ګواښونو له کبله هېواد خوشې کوي.

هغه وايي، تر یوې مودې مې ځان پټ کړ او بیا له هېواده ووتم؛ ځکه په وینا یې، له طالبانو سره دښمني نه کېده او کلیوالو یې د ده د ترور لپاره ورسره لاس یو کړی و.

شېرمحمد د دوو کلونو کډوالۍ پر مهال څو زره کیلومتره لاره او څو هېوادونه پلي وهلي چې په دې موده کې د لور څښتن هم شوی، خو هغه چې کله دې نړۍ ته سترګې پرانېزي، زړه یې سوری دی.

د اویغون په وینا، تر ډېره د خپلې لور روغتیا ته اندېښمن دی او اوس یې په المان کې له درېوو میاشتو راهیسې دوه ځله د زړه‌ عملیات کړی او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاکټرانو له خوا ښه بلل شوی دی.

شېرمحمد اویغون هم د نورو افغان کډوالو په څېر د کډوالۍ لوړې او ژورې تجربه کړې دي. د شېرمحمد اویغون کلیوالو د خپلو ګټو لپاره پر هغه فشار راوړی او د هېواد خوشې کولو ته یې اړ کړی و، خو نه پوهېده چې سیال به یې د نړۍ پرمختللي المان هېواد ته ځان رسوي او خپل ژوند ته به دوام ورکوي.

اویغون په ایران، ترکیه او یونان کې ډېرې سختۍ زغملي او په خبره یې، له دوو کلونو ستونزو وروسته اوس څه‌ناڅه د ارام ساه اخلي.

هغه کډوال چې نامنظمه کډوالي کوي، ډېری یې د شېرمحمد اویغون په څېر د دغه سفر له بې‌شمېره لوړو او ژورو سره مخامخېږي، خو نه بریالي کېږي چې خپلې موخې ته ځان ورسوي.

داسې کسان هم شته چې نامنظمه کډوالي یې د سر په بیه تمامه شوې او ځینې نور بیا له پنځو څخه تر لسو کلونو سختیو زغملو وروسته اوس هم نه دي بریالي شوي چې د موخې هېوادونو کې د اوسېدو سندونه ترلاسه او برخلیک یې معلوم شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام