د افغانستان بانک وايي چې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په دوام، نن د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه کابل ته را ورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک پر ټویټر لیکلي چې روانه اوونۍ کې دا د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را رسېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پرون هم د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه افغانستان ته را ورسېده. د راپورونو پر بنسټ، تراوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو نهه کڅوړې افغانستان ته را رسېدلې دي.

د افغانستان بانک د شمېرو له مخې، نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ټول‌ټال له یو میلیارډ او ۳۱۳ میلیونه ډالرو نه ډېرې نغدې پیسې افغانستان ته را لېږلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو د ستاینې ترڅنګ، هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو را لېږدولو هرکلی هم کړی دی. دغه بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام