Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند بُست ولایتي روغتون کې ۸۶۰۰ وړیا عملیاتونه شوي

بست روغتون

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې بُست ولایتې روغتون ته د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو سربېره، ان د ځینو ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم د درملنې په موخه دغه روغتون ته ورځي.

د یاد روغتون مسوولان وايي، له شته امکاناتو په ګټې‌اخیستنې هڅه کوي چې ټولو ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د یاد روغتون مسوولانو په وینا، د تېر یوه کال پرمهال یې، سلګونه لوی او کوچني عملیاتونه کړي دي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر نقیب‌الله فاتح، په یاد روغتون کې د څه کم یوه کال پرمهال د نورو روغتیايي خدماتو ترڅنګ د شوو عملیاتو په اړه زیاتوي: «د هلمند بُست ولایتي روغتون کې، ۱۹۲۰ کوچني عملیاتونه او ۶۷۷۴ لوی عملیاتونه کړي دي. همدارنګه یو لک ۶۶ زره ۹۵۲ ناروغان د تشخیص په موخه کتل سوي دي.»

د بُست ولایت روغتون له خدماتو برخمن شوي خلک وایي چې دغه مرکز د ګڼو هغو کورنیو لپاره مهمه تکیه ده چې د خصوصي روغتونونو د لګښتونو د پرې کولو توان نه‌لري.

ملا یوسف چې د هلمند د موسی‌کلا ولسوالي اوسېدونکی دی، خپل ناروغ یې بُست ولایتي روغتون ته راوستی دی.

هغه وايي: «دا ناروغ مو راویستلی، پهدې ولایت کې زموږ د ناروغ تداوي بل ځای نه کېدل، موږ د دې ځای له خدماتو خوښ یوو، موږ خصوصي روغتون کې د تداوۍ توان نه درلود.»

بل لور ته یوشمېر ناروغان او د هغوی خپلوان د روغتون د روغتیايي خدماتو د لاپراختیا غوښتنه کوي.

عبدالحي چې د هلمند د ګرمسېر ولسوالي څخه يې خپل ناروغ بُست ولایتي روغتون ته راوستی او بستر کړی، وایي، که څه هم اوسني خدمات ښه دي، خو د ولایت د نفوسو او اړتیاوو له مخې باید روغتیايي اسانتیاوې نورې هم زیاتې شي.

نوموړی په دې اړه وايي: «دلته موږ ته ډېر ښه خدمات وړاندې کېږي خو هلمند یو لوی ولایت دی، نفوس یې ډېر دی، اړتیا ده چې دغه روغتون کې زیات ډاکټران وګمارل سي، روغتیايي خدمات یې پراخه شي.»

بُست ولایتي روغتون د هلمند له مهمو او لویو روغتیايي مرکزونو څخه شمېرل کېږي چې هره ورځ پهکې زرګونه ناروغان د تشخیص، درملنې او بېلابېلو روغتیايي خدماتو لپاره مراجعه کوي.

د دې روغتون د دولتي روغتیايي خدمتونو ترڅنګ، د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې  MSFهم په لوړه کچه د روغتیايي او درملیزو خدمتونو په وړاندې کولو کې فعاله ونډه اخیستې چې د ناروغانو د درملنې بهیر یې لاپیاوړی کړی دی.

سره له دې چې د روغتون روغتیايي خدمات د خلکو له لوري ستایل کېږي، خو ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي ټینګار کوي چې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي، د ناروغانو د زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کېدو او د درملنې د بهیر د چټکتیا لپاره دې روغتیايي امکانات، طبي پرسونل او متخصص ډاکټران نور هم زیات کړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام