
بلخ کې د ۱۵۰میلیونه افغانیو په لګښت سوداګریز مارکېټ جوړېږي
دغه سوداګریز مرکز د یوه افغان پانګهوال له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې جوړېږي. د معلوماتو له مخې، دا درې پوړیز مارکېټ به د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند پر څه باندې ۲۵۰۰ مربع متره ځمکه جوړ شي.
د یادې پروژې مسوول محمداصف مهمند ویلي، هڅه کوي چې د دې مارکېټ د جوړولو چارې تر یوه کال کم وخت کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.