
میدانوردګ کې له سېلابځپلیو کورنیو سره مرستې وشوې
د میدانوردګ د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې پر ۳۴ سېلابځپلیو کورنیو بېړنې مرستې ووېشل شوې.
د میدانوردګ د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې پر ۳۴ سېلابځپلیو کورنیو بېړنې مرستې ووېشل شوې.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت محمداغې ولسوالي زرغون ښار «دهمنکه» کلي کې د څښاک پاکو اوبورسولو یوه شبکه جوړه او ګټېاخېستنې ته وسپارل شوه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو د وېش بهیر کې د حکومتي چارواکو لاسوهنې زیاتې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې د دغه بنسټ د مرستو په بهیر کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې ۱۶۴ قضیې ثبت شوي چې له امله یې د دې ادارې ۷۲ پروژې ځنډول شوي او دوه پروژې په بشپړه توګه درول شوې دي.
د ډسمبر نهمه له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد وايي، په افغانستان کې د فساد کچه صفر ته نږدې شوې ده. د نوموړي په وینا، ا.ا په تېرو درېوو کلونو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه کړې او په راتلونکې کې هم ورته ژمن دی. هغه زیاتوي: «ا.ا د فساد له بېلابېلو ډولونو سره سخته مبارزه کړې. مخکې افغانستان په نړۍ کې د فساد له اړخه لومړی او دویم ځای درلود، خو اوس په افغانستان کې صفر ته نږدې شوی دی.»
د غزني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰۰ مټره سړک د کانکرېټ اچوونې چارې پیل شوې.
د یاد سړک د جوړېدو چارې د غزني ښاروالي له لوري پرمخ وړل کېږي او په جوړېدو سره به یې، د «اربابصاحب او دولتاباد» کلي سره ونښلول شي.
د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد کانګرېس ته یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې یې باید له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو لړۍ تر هغه وخته ودرول شي چې د روڼتیا په اړه یې ډاډ نه وي ترلاسه شوی.
لوګر کې د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست چارواکي وايي، شاوخوا ۱۸۰۰خیالي معلولین یې تثبیت کړي او پرځای یې نور مستحق کسان ثبت شوي دي.
د امریکا د خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني رییس میررحمان رحماني او د هغه پر زوی او د ولسي جرګې پخواني غړي اجمل رحماني یې د ډېر فساد له کبله بندیزونه لګولي دي.
ا.ا د ډسمبر نهمې نېټې یا له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هممهاله وايي، په افغانستان کې فساد صفر ته نږدې شوی او په وینا یې، په تېرو دوو کلونو کې یې پر وړاندې سخته مبارزه کړې او اجازه به ور نه کړي چې بیا زیات شي.
د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد وايي: «ا.ا توانېدلی چې فساد صفر ته نږدې کړي او پر وړاندې یې ښه مبارزه کړې. فساد، ټولنیز او اخلاقي فساد یې کم کړی. دا په دې مانا چې موږ یې پر وړاندې درېږو، څو دا بیا یوه ټولنیزه پدیده ونه ګرځي.»
سلاموطندار کابل کې د پاکستان سفارت د درېوو میاشتو عوایدو څخه د اټکلیزې محاسبې پر بنسټ موندلې چې یاد سفارت دې موده کې د ویزو غوښتنلیکونو د ردېدو له درکه نیم میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي دي.
د فارياب مرکز میمنې ښار يوشمېر کروندګر د مرستندويه ادارو له لوري د کرنیزو مرستو له ناعادلانه وېش د شکايت ترڅنګ وايي، دغه مرستې مستحقو کروندګرو ته نهرسېږي.
د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دهیک ولسوالي کې له تېرو جګړو څخه پاتې د لاسي بم چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی دی.
پېښه نن یکشنبه د غويي ۳۱مه سهار د دهیک ولسوالي اړوند «تاسنګ» کلي کې رامنځته شوې ده.
د غور مسوولان وايي چې د دغه ولایت د استیناف محکمې د مدني دېوان رییس محمداکبر حکمت د یونیم لک افغانیو بډو اخیستو له کبله پر دوهنیم کاله بند محکوم شوی دی.
د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره د مبارزې برخه کې کې د تېر کال په پرتله ښه شوی دی.
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي په کاپیسا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې د خلکو د بېوزلۍ او ناچارۍ له کبله دې له دویمو ودونو ډډه وکړي او په ودونو کې بیتالمال هم نه کاروي.
د چارو ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ا.ا رییسالوزرا محمدحسن اخوند پرون مازدیګر د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت به د خپلې پالیسي له مخې، هېچا ته اجازه ور نهکړي چې له افغانستانه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي یا یې هم له ګواښ سره مخامخ کړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون