د روڼتیا نړیوال سازمان په خپور شوي تازه راپور کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د نړۍ اووم فاسد هېواد بللی شوی دی.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې افغانستان بشري حقونو څخه د ملاتړ، فساد سره د مبارزې او مدني ازادیو په برخه کې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ د فاسدو هېوادونو نوملړ کې ۷ ځای خپل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډنمارک، فنلنډ او نیوزلنډ د ۸۸ امتیازونو په ترلاسه کولو، د نړۍ تر ټولو پاک هېوادونه شمېرل شوي، خو سوېلي سوډان، سوریه، سومالي، ونزویلا، یمن، شمالي کوریا او افغانستان یو پر بل‌پسې د نړۍ فاسد هېوادونه بلل شوي دي.

دې سره، د سیاسي او نړیوالو چارو شنونکی طارق فرهادي سلام‌وطندار ته ویلي چې افغانستان کې د قانون نشتوالی لامل شوی چې دغه هېواد د فاسدو هېوادونو نوملړ کې راشي.

نوموړي وویل: «ولې سږکال د نړۍ د فاسدو هېوادونو په ډله کې راغی، ځکه چې افغانستان کې قانون نشته. دغه برخه داسې شمېري چې یوه هېواد کې چې قانون نه وي، نو د پانګونې برخه یې هم سمه نه معلومېږي.»

د چارو یوشمېر نور شنونکي هم وايي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هم افغانستان کې د فساد مخه نه ده نیول شوې.

دوی وايي، که اسلامي امارت غواړي چې فساد له‌منځه یوسي، فساد سره د مبارزې یو مشخص بنسټ دې جوړ کړي او خپل کلني راپورونه په شفافه توګه خلکو سره شریک کړي.

سیاسي شنونکی جبار اکبري وویل: ««دا چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو او د اسلامي امارت یو کال هم تېر شو، خو موږ د دې شاهدان یو چې  هېڅوک او هېڅ ډلې نشي کولی له افغانستان څخه فساد له منځه یوسي. حتی تاسو ولیدل چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت یو ویاند وویل چې موږ په اوسني دولت کې فساد وینو.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د افغانستان په اړه د شفافیت نړیوال سازمان رپوټ بې‌اساسه بولي. هغه سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د فساد مخه نیول شوي او ټولو برخو کې رڼښت راغلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دی ټینګار کوي، که دولتي ادارو کې د فساد په اړه اسناد او شواهد وي، پر وړاندې به یې اقدام وکړي. دا داسې مهال دی چې افغانستان ۲۰۲۰ کال کې د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو د نړۍ شپاړسم فاسده هېواد شمېرل شوی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام