له څو اوونیو جنجالونو وروسته بالاخره نن د اسلامي امارت مسوولانو د «علماو  سترې غونډې» دقیقه نېټه اعلان کړه. د رییس‌الوزرا دویممرستیال عبدالسلام حنفي نن د لویې جرګې په خېمه کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې سبا (پنجشنبه) د «علماو ستره غونډه» جوړېږي.

ښاغلي حنفي په دې غونډه کې رسنیو ته وویل چې د «علماو سترې ناستې» ګډونوال د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي. هغه زیاتوي چې ټاکل شوې د سبا ورځې په غونډه کې ديني عالمان، سپين ږيرې، افغان شخصيتونه او قومي مخور ګډون وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د بشر حقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې مرستیالې هیدر بار سلام‌‌وطندار ته وایي چې دا غونډه د سیاسي تنوع او د ټول‌شمولیت نشتون له امله هېڅ ګټه نه لري.

هغې زیاته کړه چې اسلامي امارت دا غونډه د مشروعیت د ترلاسه کولو په لور یو ګام ګڼي، خو د دیني علماو د غونډې په جوړولو سره داسلامي امارت په کړنلاره کې به بدلون را نه شي.

هغې وویل: «اسلامي امارت دا غونډه د خپل مشروعیت د ترلاسه کولو په لور یو ګام بولي، خو دا غونډه اغېزمن نه ښکاري، ځکه ټول‌شمولنه دی او سیاسي تنوع او لیدلوری نه‌لري. ښځې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، په‌کې شاملې نه دي

ورته مهال، د اروپا پارلمان غړې  هانا نیومن په خپله ټویټر پانه کې لیکلي، په هغه غونډه کې چې ښځې ګډون ونه لري مشروعیت نه لري. هغې لیکلي: «اسلامي امارت کولای شي هر ډول جرګې جوړې کړي، خو تر هغه چې ښځو ته بلنه ورنه کړي، دا ډول غونډې مشروعیت نهلري. دا یوه اېډیولوژي نه ده؛ بلکې دا یو حقیقت دی. ښځې د افغانستان نیمایي برخه جوړوي

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز د دې غونډې په غبرګون کې وایي چې يو شمېر ديني عالمان د خپلو ګډو نظريو اوګټو له امله دې غونډې ته مشروعيت ورکړى دى. د هغې په اند، په هغه غونډه کې چې د خلکو نظر او اراده په پام کې نه‌وي نيول شوي،مشروعيت نه لري.

ټاکل شوې د ديني علماو غونډه سبا د لويې جرګې په خېمه کې له ټول هېواد څخه د درې زره ديني عالمانو په ګډون جوړه شي. خو د دېغونډې اصلي موخه لا هم د ابهام په حالت کې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام