غزني کې د دوو ټرافیکي پېښو پرمهال ۴ کسانو ژوند بایللی او ۷ نور ټپیان شوي.
د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي نن چهارشنبه ثور ۲ / اپرېل ۲۲ وویل، د واغظ ولسوالۍ لاره کې د سوارلۍ یو کوچنۍ موټر چپه شوی چې ۴ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی.
هغه وویل، دغه پېښه کې لومړی ۳ کسانو ژوند بایللی وو او څلورم روغتون ته د لېږدولو پرمهال لاره کې ساه ورکړې.
دویمه پېښه د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لاره د مسافروړونکي او باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې چې ۷ کسان په کې ټپیان شوي.
د دغو پېښو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو بېاحتیاطۍ په دلیل رامنځ ته کیږي.