د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معین عبدالرحمن منیر ازبیکستان ته د سفر پرمهال د هغه هېواد چارواکو سره د نشهیي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په همغږۍ او پیاوړتیا خبرې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د ازبیکستان د کورنیو چارو وزیر عزیز تاشپولادویچ له نشهیي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي، هېواد یې چمتو دی چې دغه برخه کې افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.
همدارنګه دواړو خواوو د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې د لا زیاتو خبرو ترڅنګ، سرحدونو کې د مخدره توکو د مخنیوي لپاره د یوه تخنیکي ټیم پر جوړولو هم هوکړه کړې.
دغه تخنیکي ټیم به د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښې همغږۍ او اغېزمنتیا لپاره کار وکړي.