Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې په ۱۵۰ میلیون ډالرو استوګنیز ښارګوټی جوړیږي

869c8dbf-de12-4906-bdcc-6152c256f96a

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بلخ په مزارشریف ښار کې د «لاجورد استوګنیز ښارګوټي» د بنسټ ډبره کېښوده.

هغه هېواد کې د بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی او ویلي، د دا ډول ښارګوټو جوړول، د کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ، د بلخ ولایت اقتصادي ارزښت هم لوړولی شي.

د دغه استوګنیز کمپلکس په جوړولو چې ټاکل شوې په اتو ودانیو کې جوړ شي، ۱۵۰ میلیون ډالر لګښت راځي.

د لاجورد استوګنیز ښارګوټي رییس فدامحمد رووفي وایي، دغه کمپلکس به د ۴۳ زره متره مربع ځمکې پر ساحه، په څلورو ۲۷ پوړیزو او څلورو ۱۷ پوړیزو ودانیو کې جوړ شي.

د چارواکو په وینا، دغه استوګنیز ښارګوټی به د ښاري عصري خدمتونو ترڅنګ شاوخوا ٧ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام