د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وایي، چې د څرخ ولسوالۍ اړوند د خواجه اسماعیل سیمې لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې د یادې پروژې ټولیز لګښت لس میلیونه او ۳۵۰ زره افغانۍ دی، او موخه یې د سیمې اوسېدونکو ته د پاکو اوبو برابرول دي.
د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د ۱۶۰ متره ژورې څاه کیندل، د ۶۰ متر مکعبه اوبو د ذخیرې جوړول، ۲۴۹ کورنیو ته د نللیکو غځول او د ۱۹ زره او ۸۵۰ مترو په اوږدوالي د پایپونو تمدید شامل دي، چې ټاکل شوې چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
بلخوا د لوګر ولایت مقام د دفتر رییس ډاکټر زینالله زیدان وویل، د لوګر اوسېدونکي د غوره او دوامداره خدمتونو مستحق دي او ولایتي اداره هڅه کوي، څو د بېلابېلو پراختیایي پروژو له لارې خلکو ته لا ډېر خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ورته پروژو په پلي کېدو سره زرګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.