
امیرخان متقي: هېڅوک حق نهلري چې د نظام مخالفت وکړي
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، د ټولو سر او مال خوندي دی، وطن ازاد دی او دین حاکم دی، نو څوک د مخالفت حق نهلري.
هغه د کابل په ریاض العلوم جامعه کې یوې غونډې ته وویل، هېڅ داسې څه نه دي پاتې چې یو څوک دې د مسلمان په حیث وغواړي او هغه نه وي عملي شوي.














