د اسلامي امارت مشر شیخ ملا هبتالله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت وینا کې وویل، له نړۍ سره د دین په مقابل کې معامله نهکوي او د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې ته چمتو دی.
د هغه په وینا، اوسنی نظام د بهرنیو فشارونو پر بنسټ نه، بلکې د شریعت له مخې پرېکړې کوي.
نوموړي دغه وینا کې د مسلمانانو ترمنځ په یوالي ټینګار وکړ او له ولس یې وغوښتل چې د اسلامي نظام د لاقوي کېدو لپاره هڅې وکړي.
هغه همدارنګه وویل چې خلک دې له شخړو او منفي چلند ځانونه وساتي او اتحاد او اتفاق ته دې لومړیتوب ورکړي.
دی وايي: «د اسلامي امارت په راتګ سره ما ټولو ته عفوه وکړه، تاسو یې ولې نه کوئ، باید په خپلو کې بښنه وکړئ، سره وروڼه شئ، اتفاق او یوالی وکړئ. له حکومت سره مرسته وکړئ. زه تاسو ټولو ته د اولادو په سترګه ګورم، هڅه کوم چې اقتصاد قوي کړم. دا مې اراده ده، کار کوم، زیار باسم، ستاسو د هوساینې لپاره.»
شیخ هبتالله اخندازاده همدارنګه وویل، د هېوادونو غیراسلامي غوښتنو ته به غاړه کېنږدي او ټولې چارې یې د اسلامي اصولو په اساس مخ ته ځي.
ده وویل: «د خپل دین د ساتنې لپاره له امارت سره ودریږئ او د امیر اطاعات وکړئ، د فرمانونو اطاعت کوئ، فرمانونه شرعي ديؤ پر خپلو مشرانو او امیر عقیده ولرئ، پوره پوره اطاعت کوئ.»
هغه اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ ته په اشارې وویل، د غریبو کورنیو د ملاتړ لپاره عملي کارونه پیل شوي دي.