د پېرېدونکو ګڼهګوڼه، د پلورونکو غږونه او هغه دوکانونه چې له رنګارنګ جامو ډک شوي، د اختر د رانږدې کېدو زېری ورکوي، خو د دې خوښۍ ترڅنګ، ښاریان د افراطي سیالۍ او یو پر بل د برترۍ په اړه اندېښنې لري.
د هېواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د اختر په ورځو کې یو بل سره بېځایه سیالي ډېرې کورنۍ دېته اړ کوي چې داسې څه وپېري چې اقتصادي وس یې نهلري.
د دوی په باور، اختر باید د سادهګۍ، ارامۍ او خوښۍ نښه وي، نهداچې د جامو، مېلمنو او ډېر لګښت پر سر سیالي پهکې وشي.
د فاریاب اوسېدونکې شګوفه وایي، د اختر په رانږدې کېدو سره ځینې خلک له خپلې مالي وسې زیات وسایل، جامې او میوې پېري چې د هغې په اند دا یو ډول اسراف دی.
«اختر د مینې، محبت او شکر ایستلو ورځ ده. د اختر لپاره باید یوازې اړین توکي واخیستل شي.»
د پروان اوسېدونکې سمیرا وايي، خلک د ټولنیز پوهاوي د ټيټې کچې په دلیل یو بل سره سیالي کوي چې دا چلند په ډېرو مواردو کې کورنۍ له اقتصادي ستونزو، لکه پورونو سره مخ کوي.
«خلک د دې لپاره سیالۍ او یو بل سره بېځایه ضد کوي چې ځانونه ښه وښيي او دا موضوع د کورنیو ترمنځ لکه یو کلتور ګرځېدلې. هیله ده یوه ورځ دا سیالي په زدهکړو، تعلیم او ګټورو چارو کې وي.»
د بدخشان اوسېدونکې ستایش هم وایي چې یو شمېر کسان د نورو د پام را اړولو لپاره له خپلې مالي وسې زیات لګښت کوي، هغه چلند چې په وینا یې، د ټولنیزو فشارونو او د ښه ښکاره کېدو له تمایل څخه سرچینه اخلي.
«ځینې خلک فکر کوي چې په قیمتي جامو او وسایلو سره په ټولنه کې ځانګړی مقام پیدا کوي، حال داچې قناعت او د وس مطابق ژوند کول انسان ته ډېر ارام ورکوي.»
د هرات اوسېدونکې فاطمه لشکری وایي، بل سره د سیالۍ کولو پر ځای د لګښتونو سم مدیریت او د مالي توان په پام کې نیول ډېر اهمیت لري.
د هغې په باور، ارامي او له وروسته اندېښنو ځان ساتل، د اختر لپاره له غیرضروري څه اخیستلو ډېر ارزښت لري.
مېرمن لشکري زیاتوي چې په ځینو مواردو کې د ښځو ترمنځ سیالي او پرتله کول زیات لیدل کېږي چې همدا موضوع ځینې کورنۍ تر اقتصادي فشار لاندې راولي.
«سیالي ډېره د ښځو ترمنځ لیدل کېږي او هغوی ډېر وخت د مالي توان په اړه فکر نهکوي، بلکې یوازې سیالي ورته مهمه وي.»
د کابل اوسېدونکې سحر وایي، که یوه کورنۍ مالي توان ولري، د کور وسایلو کې بدلون راوستل او زیات پېر ناسم کار نهدی؛ خو د هغې په اند، هر څه باید د کورنۍ د اقتصادي امکاناتو سره سم ترسره شي، څو په کور کې د ستونزو او کړکېچ لامل نه شي.
هغه بل سره سیالي کول د رواني فشارونو او د کورنیو شخړو له مهمو لاملونو څخه بولي.
«سیالي کول انسان ته رواني فشارونه پیدا کوي او په کورنۍ کې ستونزې رامنځته کوي. که پیسې ونهلرم، یوازې د سیالۍ لپاره نهغواړم ځان په تشویش کې واچوم او په کورنۍ کې ستونزه جوړه کړم.»
دیني عالمان هم وایي، د اختر د ورځو په رانږدې کېدو سره، بازارونو کې د پېر کچه لوړېږي او په ځینو مواردو کې د خلکو ترمنځ ناسالمې سیالۍ هم لیدل کېږي.
دیني عالم رحیمالله کشاف وایي، هغه کسان چې مالي توان لري، غوره ده د زیات لګښت پر ځای له اړمنو سره مرسته وکړي.
هغه د دیني لارښوونو په رڼا کې وایي: «الله تعالی په مبارک آیت کې فرمایي: (وخورئ او وڅښئ، خو اسراف مه کوئ؛ بېشکه الله اسراف کوونکي نه خوښوي.) الله یو ځل امر کوي چې اسراف مه کوئ او بیا خبرداری ورکوي چې الله اسراف کوونکي نه خوښوي. دا ټینګار ښيي چې د مسلمان په ژوند کې اسراف هېڅکله هم جواز نه لري.»
د اختر په رانږدې کېدو سره بازارونو کې ګڼه ګوڼه نوره هم ډېریږي، خو دا راپور څرګندوي چې د اختر له خوښۍ سره سره، لا هم د ځینو کورنیو ترمنځ د اقتصادي فشارونو او ټولنیزو سیالیو اندېښنې موجودې دي.
ښاریان او دیني عالمان ټینګار کوي چې اختر باید د خوښۍ، همدردۍ او ساده ژوند نښه وي، نه دا چې د مصرف پر سر سیالي او له مالي وسې پورته لګښت په کې وشي.
د دوی په باور، قناعت ته ستنېدل او اړمنو ته پام کول کولی شي اختر د خپل اصلي مفهوم، یانې ارامۍ او مهربانۍ ته لا نږدې کړي.