ملګري ملتونه: هر ۱۰۰زره زېږون کې ۶۰۰ افغان مېندې ژوند بایلي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا افغانستان کې د مېندو د مړینې لوړې کچې څخه اندېښنه ښوولې.

اوچا نن دوشنبه د جوزا ۱۱ / جون لومړۍ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

دغې سازمان ویلي، افغانستان کې په هر ۱۰۰ زره زېږون کې ۶۰۰ مېندې ژوند له لاسه ورکوي.

د اختر نکریزې؛ هغه دود چې د پخوا په پرتله کمرنګه شوی

افغانستان کې ښځې د اختر په ورځو کې د مېلمنو د هرکلي او د اختر دسترخوان چمتو کولو ترڅنګ، پر خپلو لاسونو د نکریزو لګولو له لارې هم دغه ورځې نمانځي.

نکریزې لا هم د ډېرو ښځو لپاره د ښکلا، خوښۍ او د دودونو د ژوندي ساتلو نښه ده، هغه دود چې د ژوند د طرز له بدلون او د ځینو دودونو له کم‌رنګېدو سره سره یې، خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی.

اختر که سیالي؟ د بېځایه لګښتونو تر سیوري لاندې د خوښۍ رنګ

د پېرېدونکو ګڼه‌ګوڼه، د پلورونکو غږونه او هغه دوکانونه چې له رنګارنګ جامو ډک شوي، د اختر د رانږدې کېدو زېری ورکوي، خو د دې خوښۍ ترڅنګ، ښاریان د افراطي سیالۍ او یو پر بل د برترۍ په اړه اندېښنې لري. دوی وایي، د اختر ورځو کې یو بل سره بېځایه سیالي ډېرې کورنۍ اړ کوي چې داسې څه وپېري چې اقتصادي وس یې نه‌لري.

د اړتیاوو او پوهاوي نه‌شتون ترمنځ؛ بادغیس کې د ښځو لپاره د کورتاژ ننګونې

بادغیس کې یو شمېر ښځې د جنین سقط، رحم کې د پلاسنتا ټوټو پاتې کېدو، شدیدې وینې‌بهېدنې او د مور د روغتیا ګواښ په څېر د ستونزو له امله اړ کېږي چې کورتاژ ترسره کړي؛ هغه کار چې د پوهاوي کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي او له عملیات وروسته د پاملرنې نشتون، دغه پروسه د ډېرو لپاره ستونزمنه کړې.

وزګارتیا او لوړې بیې؛ د کابل اوسېدونکي: د توکو د پېر کچه مو کمه شوې

د پلازمېنې کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله دوی د خپل ورځني ژوند د خوراکي توکو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د دوی په وینا، وزګارتیا او د ثابت عاید نشتوالی، پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي. د کابل د څلورمې ناحیې اوسېدونکی نجیب‌الله وايي چې د پخوا په پرتله د هر څه بیې لوړې شوې دي.

کورنیو کې بې‌عدالتي؛ ښځې ولې له خپلو مالي حقونو بې‌برخې کېږي؟

د فقهې قاعدې «ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب» او د علماوو او حقوق‌پوهانو د نظر له مخې، کله چې مېړه د خپلې مېرمنې او اولادونو د نفقې (چې خوراک، جامې، استوګنځای، درملنه او د ژوند نورې اړینې اړتیاوې په‌کې شاملې دي) د برابرولو لپاره بل ځای ته کډه کېږي، نو اړ دی چې د هغوی د ژوند لګښتونه په پوره او منظم ډول تامین کړي.

دوه دندې؛ مالي خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره د یوې نجلۍ کیسه

د کابل اوسېدونکې جمیله سالک چې پخوا د نرسنګ څانګې محصله وه، اوس د یوه ښوونیز مرکز د مدیریت برخه کې کار کوي. هغه وایي، د کم معاش او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د لګښتونو برابرولو اړتیا، اړ ایستلې چې د عاید ترلاسه کولو د یوې بلې لاره په لټه کې هم شي.

د ښځو بېکاري؛ د اقتصادي خپلواکۍ له لاسه ورکول او رواني فشارونه

له هغو ۲۰ ښځو سره چې تر بېکارۍ مخکې یې عاید درلود، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې هغوی به د خپل شخصي لګښت ترڅنګ د کورنۍ په اقتصادي اړتیاوو کې هم ونډه لرله؛ خو اوس بېکارۍ ټولې هغوی یوه ګډ برخلیک، یانې تړلي‌ پاتې کېدو سره مخ کړي.

هېواد کې سېلاب‌ځپلي د ناروغیو له خپرېدو اندېښمن دي

په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو له هغې ډلې، بدخشان، تخار، هرات، ننګرهار، غور، نورستان، کونړ، بغلان، کندز، بادغیس او فاریاب کې راغلو سېلابونو، د مالي زیانونو او د کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ، د خلکو د پاکو څښاک اوبو لاسرسی هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

د خوېندو حق؛ ایا ورور د خور ژوند کې د مداخلې حق لري؟

که څه هم په ډېری افغان کورنیو کې ورونه د خپلو خوېندو د ژوند کنټرول او ملاتړ خپل مسوولیت بولي، خو د شریعت او اسلامي فقهې له مخې، ورور حق نه‌لري چې په غیرشرعي او غیرقانوني توګه د خپلې خور ژوند کې مداخله وکړي.

همداراز ورونه نه‌شي کولای چې په زور ، د قانون او شرعیت خلاف، خپلې خویندې واده کړي، یا د دوی د زده‌کړو او کار کولو مخه ونیسي.

ملګري ملتونه: ۱۳.۸ میلیون افغانان د خوړو شدید کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، دامهال افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیون خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره نن سه‌شنبه د ثور ۲۲ / مې ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې د لوږې کچه مخ په لوړېدو ده چې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي.

میراث؛ د ښځو شرعي حق او ټولنیز خنډونه

که څه هم اسلامي شریعت او د هېواد قوانین ښځو ته د میراث حق په ورکولو ټینګار کوي، خو افغانستان کې په ځانګړي ډول کلیوالي سیمو کې ډېری ښځې له دې حق څخه بې‌برخې پاتې کیږي.

د کورنیو له لوري ښځو ته د میراث حق نه‌ورکولو مسله ګڼ عوامل لري، خو تر ټولو مهم یې ناسم رواجونه، کورني فشارونه او د عامه پوهاوي د نه‌شتون مسله ده.

د سترو هیلو کارخونه، کندوز کې د یوې نوښت‌ګرې ښځې کیسه

په داسې حال کې چې هېواد کې د ښځو لپاره د کار زمینه محدوده ده، خو کندوز کې یوې ښځې د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارخونه جوړ کړې.

هغې په دغه کارخونه کې نورو نجونو او ښځو ته د کار او مهارت‌ د زده‌کړو فرصتونه برابر کړي، هغه فرصت چې دوی د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو ته هڅوي او مرسته ورسره کوي.

کورنیو کې جنسیتي نابرابري؛ ایا پر مېرمنو اغېز لري؟

دغه مېرمنې وایي چې په کورنیو کې د کورني کارونو دروند بار یوازې د ښځو پر اوږو وي، په داسې حال کې چې نارینه په دې برخه کې ډېر لږ یا هېڅ مسوولیت نه اخلي. دوی زیاتوي چې که ښځه د ناروغۍ یا کمزورۍ له امله کارونه پر وخت ونه‌کړي، ان له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

میګرن ناروغي؛ د ښځو پر ورځني ژوند یې اغېزې څه دي؟

میګرن نړۍ کې له تر ټولو عامو عصبي ناروغیو څخه ده چې میلیونونه کسان ورسره لاس او ګرېوان دي.
دا ناروغي یوازې یو عادي سر‌درد نه دی، بلکې یو ډول شدید درد دی چې ډېری وخت له زړه بدوالي، سرګرځېدو او د رڼا او غږ پر وړاندې له حساسیت سره مل وي.

د ټولنیزو شبکو چټک مزل؛ د مطالعې دود کم شوی؟

ټولنیزې رسنۍ د ننني عصر د خلکو د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې په‌کې معلومات په چټکۍ خپرېږي او هر څه د یوې ګوتې په حرکت بدلولی شي.

خو د همدې چټکتیا تر شا، یو پخوانی فرهنګ ورو ورو کم رنګی کېږي، د کتاب لوستلو فرهنګ.

که څه هم کتاب لوستل د انسان ذهن روښانه کوي پوهه یې لوړوي، خو په اوسني عصر کې د خلکو ژوند ته د ټولنیزو شبکو راتګ دغه فرهنګ کم رنګه کړی دی.