عاطفي ملاتړ؛ ګډ ژوند کې د مېرمنو شرعي حق

دا داسې حق دی چې که تر پښو لاندې شي، ان د طلاق غوښتنې ته هم لاره هوارولی شي. سره له دې، یوشمېر ښځې په خپل ګډ ژوند کې د مینې او عاطفي درک له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دا حالت یې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیاپالانو له‌لاسه ورکولو خطر سره مخ دی

یونیسف خبرداری ورکړ چې د افغان نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه به تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د شاوخوا ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو کمښت سره مخ کړي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف نن یوه راپور کې ویلي چې دغه بحران دا اوس هم ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي مراقبتونو څخه محروم کړي.

د ماشومانو سرپرستي منل؛ ټولنیز ملاتړ که د رواني او ټولنیزو ستونزو پیل؟

د هېواد په ۷ ولایتونو کې له ۱۳ نجونو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې کورنۍ تر ډېره د بېوزلۍ، اولاد‌ نه‌لرلو، یا د ټولنیزو ستونزو په دلیل د یوه ماشوم سرپرستي په غاړه اخلي؛ هغه بهیر چې د ځینو دغو نجونو لپاره د تبعیض، د هویت بې‌برخلیک‌توب او رواني ننګونو په څېر پایلې له ځانه سره لري.

غیررسمي پرېکړه‌کوونکي؛ دایکندي کې د ښځو د ستونزو حل لپاره مرجع

دایکندي کې یو شمېر ښځې وایي، د خپلو حقوقي ستونزو د حل لپاره قانوني بنسټونو ته د مراجعې پر ځای غیر رسمي پرېکړه‌کوونکي «منځګړي» غوره ګڼي. یو شمېر حقوق‌پوهان وايي، ټولنیز او کلتوري محدودیتونه او اقتصادي ستونزې لامل شوي، څو ښځې د خپلو حقوقي ستونزو د حل لپاره غیررسمي یا قومي منځګړو ته مخه کړي.

مصنوعي ځیرکتیا؛ د افغانو ښځو لپاره نوې لاره که نوې اندېښنه؟

په دې وضعیت کې د ښځو اندېښنې د محرمیت په اړه له نړیوالو شواهدو سره هم سمون لري. د سټنفورډ د ۲۰۲۵کال راپور له مخې، په ۲۰۲۴کال کې د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت اړوند پېښې ۵۶.۴سلنه زیاتې شوي او ۲۳۳ مستندې پېښې یې جوړې کړي چې په‌کې د شخصي معلوماتو سرغړونې او د الګوریتمونو تېروتنې شاملې دي، کوم چې حساس معلومات له خطر سره مخ کوي.

عصري مهارتونه؛ د کار بازار کې د ځوانانو د «بري راز»

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۳۰ ځوانانو سره مرکې کړي چې ۲۰ یې نجونې او لس یې، هلکان دي. د مرکو پرمهال موندل شوې چې ټول د لېسانس تر کچې لوړې زده‌کړې لري او د زده‌کړو د سند ترڅنګ، مهارتونو هم د دوی د دندې په ټاکلو کې مهمه ونډه لرله.

ولې له واده مخکې طبي معاینات مهم دي؟

کابل کې د نسایي او ولادي برخې یوشمېر ډاکټران وایي چې له واده مخکې د طبي معایناتو نه‌کول او د روغتیايي سپارښتنو ته نه پام، کولی شي جدي ستونزې له هغې ډلې نااومیندواري، د جنین ضایع کېدل او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کړي.

له بدخشان د ټکنالوژۍ تر نړۍ؛ هغه ځوان چې دوه اپلېکېشنونه یې جوړ کړي

د بدخشان یو ځوان، د خپلو شخصي وړتیاوو او یوازې شاوخوا ۱۰زره افغانيو په لګښت، په څه باندې یوه میاشت کې توانېدلی چې دوه عملي سافټویرونه «نخک» او «چت‌یار» ډیزاین او جوړ کړي.

دا اپلېکېشنونه اوس د ازمایښتي پړاو (Beta) کې دي او هدف یې د کاروونکو د اړیکو او ډیجیټلي اړتیاوو پوره کول دي.

نکاح‌لیک کې شرطونه؛ د مېرمنو حقونو خوندیتوب لپاره قانوني لار!

دیني عالمان او حقوق‌پوهان ټينګار کوي چې مېرمنې حق لري له واده وړاندې، خپل مشروع شرطونه په نکاح‌لیک کې درج کړي او که خاوند د خپلې مېرمنې دې شرطونو ته ژمن پاتې نه‌شي، له قانوني لارو خپل حق غوښتلی شي.

بل‌خوا یوشمېر مېرمنې چې کلونه یې له خاوند سره ګډ ژوند کړی، د خپلو شرطونو له نه‌عملي کېدو شکایت کوي او وايي، دغه شرطونه له واده وړاندې د خاوند له لوري منل شوي وو.

د فاسټ‌فوډ بازار؛ دودیزو خوړو سره د افغان ځوانانو لېوالتیا کمه شوې

افغانستان د بېلابېلو قومونو او فرهنګونو ګډ کور دی چې د مېلمستیا پرمهال یې، دودیز خواړه د دسترخوان ښکلا بلل کېږي. دا دودیز خواړه د هېواد د تاریخ، دود او رواجونو ترڅنګ د کورنیو ترمنځ د یووالي کیسه بیانوي.

خو د هېواد دودیزو خوړو ځای اوس چټک‌‌پخېدونکو یا تیارو او بهرنیو خوړو نیولی دی. په دې راپور کې یوشمېر مشرانو سلام‌وطندار ته ویلي چې ځوانان اوس د دودیزو خوړو پر ځای مدرن خواړه خوښوي.

سرو زرو بیو لوړوالی؛ «د طلا پر سر جنجال شو او  جلا شو»

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولابتونو کې له ۱۵ جوړو «نجونو او هلکانو» سره د دوی د وادونو د ځنډېد  په اړه مرکې کړي چې ډېرو یې، لامل د سرو زرو بیو لوړوالی ښودلی دی. 

په دې لړ کې د کورنیو د تاوتریخوالي له امله نجلۍ او هلک هم جلا شوي دي.

له واده وړاندې معایناتو ته نه‌پام او د خاوند او مېرمنې پر ژوند یې اغېزې

یو شمېر روغتیاپالان وايي، له واده مخکې مشورې او طبي معاینات کولی شي راتلونکې کې د خاوند او مېرمنې د روغتیايي ستونزو مخه ونیسي.
خو له دې سره سره، په دغه راپور کې د مرکه شوو ښځو تجربې ښيي چې له واده مخکې د مشورو نه‌ترلاسه کولو له امله، روغتیايي ستونزو سره مخ شوي او دې چارې یې پر ګډ ژوند هم اغېز کړی.

مور او ښوونکې؛ پر یوه مسیر دوه مسوولیتونه!

سلام‌وطندار د هېواد په شپږو ولایتونو کې له ۱۸ هغو مېندو سره مرکه کړې چې ښوونکې دي او ډېرو یې، د منظم پلان له مخې، د دندې او د مور اړوند مسوولیتونو ترمنځ، تعادل رامنځته کړی دی.

د یادو مېرمنو له ډلې ۱۳ یې، وايي چې دواړو مسوولیتونو ته یې منظم پلان جوړ کړی او پاتې پنځه بیا وايي، د کورنۍ د نه ملاتړ له کبله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.