سلاموطندار په دې راپور کې له ۳۰ ځوانانو سره مرکې کړي چې ۲۰ یې نجونې او لس یې، هلکان دي. د مرکو پرمهال موندل شوې چې ټول د لېسانس تر کچې لوړې زدهکړې لري او د زدهکړو د سند ترڅنګ، مهارتونو هم د دوی د دندې په ټاکلو کې مهمه ونډه لرله.
هغه ځوانان چې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې مهارتونه لري، د کار په بازار کې تر ډېره په خپلو اړوندو دندو کې بوخت دي او نسبتاً ښه فرصتونه ترلاسه کوي، خو هغه کسان چې یوازې پر نظري زدهکړو یې تکیه کړې وي او عملي مهارت ونهلري، ډېری وخت په غیرمرتبطو او کمعاید لرونکو کارونو بوخت وي.
د سلاموطندار په دې راپور کې له ۳۰ ځوانانو څخه ۱۷ هغه کسان دي چې د لېسانس ترڅنګ یې عملي مهارتونه هم زدهډکړي او د کار په بازار کې ښه فرصتونه لري، خو ۱۳ نور هغه کسان دي چې یوازې نظري زدهکړو ته محدود پاتې شوي او د کار له سختو شرایطو سره مخ دي.
۲۸کلن احمدفهیم د کابل اوسېدونکی او د ادارې او مدیریت برخه کې یې زدهکړې کړي. هغه وايي چې د اکسل پرمختللي پروګرام زدهکړې یې د ژوند مسیر بدل کړی دی.
هغه وایي: «له پوهنتون وروسته مې نوي مهارتونه زدهکړل. ما درک کړه چې د دندې د پرمختګ او عاید زیاتوالي لپاره باید له بازار سره برابر مهارتونه ولرم. وروستی مهارت مې د اکسل پرمختللی پروګرام و. دا مې د آنلاین کورس او عملي تمرین له لارې زده کړ، ځکه په کار کې مې د راپورونو تحلیل ته اړتیا لرله.»
۲۷کلنه بشرا چې کندوز کې ښوونکې ده او د مهارتونو پر ارزښت ټینګار کوي او وایي چې د تدریس په برخه کې د ټکنالوژۍ کارول او ښه اړیکه ډېر مهم دي: «ما د اړیکو مهارتونه او د تعلیمي ټکنالوژۍ کارول زدهکړي دي، ځکه د تدریس په برخه کې له زدهکوونکو سره اغېزمنه اړیکه او د نویو وسایلو کارول ډېر مهم دي. د اړیکو مهارت، د وخت مدیریت، انګلیسي ژبه او ډیجیټل سواد د ۲۱مې پېړۍ له مهمو مهارتونو څخه دي.»
په ورته مهال ځینې فارغان چې عملي مهارتونه نهلري، له خپل مسلک لرې، نورو کارونو ته اړ شوي دي. احمدفرید چې ۳۵کاله عمر لري او د کمپیوټرساینس پوهنځي څخه فارغ دی، اوس د کابل پر سړکونو د خوراکي توکو کاروبار کوي.
هغه وایي: «ښه کار دی، خو له پوهنتون وروسته مې باید نور مهارتونه هم زدهکړي وای، څو ښه کار پیدا کړم. کاشکې نور مهارتونه مې زدهکړي وای. اوس یوازې دوکانداري کوم، هېڅ مهارت نه لرم او مخکې مې ورته پام نه و کړی. له پوهنتون وروسته باید مهارتونو ته ډېر پام وشي.»
د راپور له مخې، هغه ۱۳ ځوانان چې لږ عملي پوهه لري، د بېلابېلو ستونزو لکه اقتصادي، د پلان نشتوالي، د وخت کمښت او د هڅونې نشتوالي له امله نهدي توانېدلي چې نوي مهارتونه زدهکړي.
۲۳کلن جمال د کمپیوټر ساینس پوهنځي څخه فارغ دی او اسما چې ۲۶کاله عمر لري، د انګلیسي ادبیاتو فارغه ده. دواړه وایي چې اقتصادي ستونزو او د ملاتړ نشتوالي د مهارتونو د زده کړې مخه نیولې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جمال وایي: «له پوهنتون وروسته مې عملي هڅه ونه کړه چې نوي مهارتونه زده کړم، ځکه مشخص پلان او کافي ملاتړ نه و. د فرصت نشتوالی، اقتصادي ستونزې، بېانګېزي او د راتلونکي ناڅرګندتیا زما لپاره لوی خنډونه وو…»
اسما هم وایي: «د وخت نشتوالی او د هڅونې کمښت زما لپاره لوی ستونزې وې. نور مې د مهارت زده کولو هڅه ونه کړه. دا په شرایطو پورې اړه لري، که ښه شرایط او انګېزه وي، زده کړه کېدای شي، که نه نو سړی هڅه نه کوي.»
بلخوا کارپوهان بیا ټینګار کوي چې د وزګارتیا د کمولو لپاره باید عملي زدهکړې زیاتې شي او د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ همغږي رامنځته شي.
د عامه ادارې او پالیسي کارپوه سردارمحمد ساعي وایي: «دولت باید زمینه برابره کړي… لومړی باید عملي درسونه د تکراري درسونو ځای ونیسي. دویم مالي ملاتړ او کوچني پورونه ورکړل شي. درېیم د محصلانو لپاره کاراموزي اجباري شي. څلورم د رسنیو له لارې عامه پوهاوی وشي. پنځم د تحصیل وخت انعطافپذیر شي.»
همدارنګه استاد احمدرشاد عظیمي هم وایي چې اوسنی عصر د مهارتونو عصر دی او زدهکوونکي باید له تحصیل سره هم مهارتونه زدهکړي: «نننۍ نړۍ تر ډېره مهارتمحوره ده، که زده کوونکي د تحصیل پر مهال عملي مهارتونه هم ترلاسه کړي، نو د فراغت وروسته به د کار ښه فرصتونه ولري.»
اقتصادي کارپوه احمدولي سازش هم وایي چې د بازار له اړتیاوو سره سم مهارتونه د ځوانانو د کارموندنې لپاره مهم دي او د مهارت نشتوالی په اوږد مهال کې پر اقتصاد منفي اغېز کوي: «هر هغه مهارت چې د بازار له اړتیاوو سره برابر وي او له ټولنیز او اقتصادي جوړښت سره همغږي ولري، اغېزمن وي… د مهارت نشتوالی په اوږد مهال کې پر اقتصاد منفي اغېز کوي..»
ملګرو ملتونو د جولای ۱۵مه د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ اعلان کړې او د ځوانانو د وړتیاوو لوړو لپاره پر عملي زدهکړو او مهارتونو یې ټینګار کړی دی.


