د زېږون ترمنځ د واټن نشتوالی؛ سرپل کې مېرمنې د دودونو تر فشار لاندې دي

په سرپل کې یوشمېر ښځې وایي چې د زېږون ترمنځ د مناسب واټن د ارزښت په اړه د پوهاوي نشتوالی او همدارنګه د کورنیو فشارونو، دودونو او باورونو له امله اړ شوې چې پرله‌پسې زېږون وکړي.

دوی زیاتوي چې دې وضعیت ورته جدي فزیکي ستونزې رامنځته کړي او په ځینو مواردو کې یې ان د جنین د سقط لامل هم شوی دی.

مصنوعي ځیرکتیا؛ د افغانو ښځو لپاره نوې لاره که نوې اندېښنه؟

په دې وضعیت کې د ښځو اندېښنې د محرمیت په اړه له نړیوالو شواهدو سره هم سمون لري. د سټنفورډ د ۲۰۲۵کال راپور له مخې، په ۲۰۲۴کال کې د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت اړوند پېښې ۵۶.۴سلنه زیاتې شوي او ۲۳۳ مستندې پېښې یې جوړې کړي چې په‌کې د شخصي معلوماتو سرغړونې او د الګوریتمونو تېروتنې شاملې دي، کوم چې حساس معلومات له خطر سره مخ کوي.

عصري مهارتونه؛ د کار بازار کې د ځوانانو د «بري راز»

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۳۰ ځوانانو سره مرکې کړي چې ۲۰ یې نجونې او لس یې، هلکان دي. د مرکو پرمهال موندل شوې چې ټول د لېسانس تر کچې لوړې زده‌کړې لري او د زده‌کړو د سند ترڅنګ، مهارتونو هم د دوی د دندې په ټاکلو کې مهمه ونډه لرله.

لوګر کې په ۱۰میلیونه افغانیو د پایپونو تولیدي کارخونه فعاله شوه

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د پایپونو یوه تولیدي کارخونه د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې خپل فعالیت پیل کړ چې د سیمه‌ییزو چارواکو او صنعت‌کارانو په باور به د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا او د کارموندنې په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.

له بلخ څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د پروازونو لړۍ پیل شوه

د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه د روان کال د حج د سفرونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.

د ارشاد، حج او اوقاف ریاست مسوولان وايي چې د شمال او شمال‌ختیځ زونونو په لومړي پرواز کې ۳۴۶ حاجیان د سعودي عربستان پر لور روان شوي دي.

اسراییلو کې اعتراض؛ «نتن‌یاهو زموږ ټولنه له دننه ویجاړوي»

په تل‌ابیب کې زرګونو کسانو د شنبې په شپه د بنیامین نتنیاهو او د هغه د حکومت پر ضد لاریون وکړ.

یوې معترضې، رافایل پنینا الجزیرې خبري شبکې ته ویلي چې هره اوونۍ دې اعتراضونو ته راځي او باور لري چې نتنیاهو «زموږ ټولنه له دننه ویجاړوي» او د اسراییلو اړیکې له اروپايي هېوادونو او امریکا سره هم خرابوي.

کامالا هرېس: ټرمپ د نتنیاهو له‌خوا جګړې ته داخل شوی

د امریکا د دموکرات ګوند غړې او د مخکیني ولسمشر جوبایډن مرستیاله کامالا هرېس ادعا کړې چې ډونالډ ټرمپ د هغې جګړې پیل کړی چې «امریکايي ولس یې نه غواړي» او ویلي یې دي چې هغه د بنیامین نتنیاهو په هڅونه جګړې ته ور داخل شوی دی.