Asset 1SWN

له بلخ څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د پروازونو لړۍ پیل شوه

5c80f37c-6f95-477f-a7f5-35d26c4c13d1

د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه د روان کال د حج د سفرونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.

د ارشاد، حج او اوقاف ریاست مسوولان وايي چې د شمال او شمال‌ختیځ زونونو په لومړي پرواز کې ۳۴۶ حاجیان د سعودي عربستان پر لور روان شوي دي.

د دې ادارې رییس نوراغا ویلي چې دا لومړي الوتنه پرون شنبه، ناوخته له مزارشریف هوايي ډګر څخه شوې ده. د هغه په وینا، سږکال شاوخوا ۷زره کسان له یادو زونونو څخه د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لېږدول کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د معلوماتو له مخې، دغه حاجیان به په ټولیز ډول په ۱۸ پروازونو کې د کام‌ایر او اریانا هوايي شرکتونو له لارې سعودي عربستان ته انتقال شي.

په همدې حال کې، د کام‌ایر مسوولان ډاډ ورکوي چې د حاجیانو د سفر لپاره به مناسب اسانتیاوې برابرې شي، څو د هغوی د تګ پروسه په ارامه او منظم ډول مخته لاړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام