لوګر کې یو شمېر بېوزلې او اړمنې کورنۍ سره له دې چې د بشري مرستو له وېش خوښي څرګندوي، خو وایي چې دغه مرستې یوازې د لنډمهال لپاره د ژوند ستونزې کموي.
دوی وویل، د دوامدار اقتصادي ملاتړ اړتیا لا هم پر خپل ځای پاتې ده.
اړمنې کورنۍ له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د بشري مرستو ترڅنګ ورته، د دوامداره کار او عاید فرصتونه رامنځته کړي.
د لوګر اوسېدونکی سمیعالله وايي: «زه د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه راوړونکی یم، خو کار نشته، کله چې مرسته کېږي، یوازې د څو ورځو لپاره مو ستونزې حل شي. موږ ته باید د کار زمینه برابره شي، څو خپله کورنۍ په خپله وساتو، د مرستو ترلاسه کول ښه خبره ده، خو له خلکو سره د تل لپاره مرسته نه شي کېدی. اصلي اړتیا دا ده چې دولت او موسسې د کارموندنې او تولیدي پروژو پیل وکړي.»
د دغه ولایت بل اوسېدونکی سلیم جان بیا وایي، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی او اړتیا ده چې له بېوزلو او اړمنو کورنیو سره په دوامداره توګه مرستې وشي.
« کومې مرستې چې راکول کېږي، زموږ د ورځنیو اړتیاوو لپاره بسنه نهکوي. دولت او اړوندې موسسې باید مرستې پراخې کړي. همدارنګه، دولت او موسسې دې د سروې له لارې اړمنې کورنۍ وپېژني او مرستې دې په شفافه توګه ووېشي»
د نظر خاوندان او رسنیز فعالان هم په دې اند دي چې بشري مرستې د اړمنو کورنیو دایمي اړتیاوې نهشي پوره کولی.
هغوی وايي، دولت او همکارې موسسې باید د مرستو ترڅنګ، خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
د لوګر ولایت رسنیز فعال وحیدالله ساحل په دې اړه وایي: « بشري مرستې د خلکو او ټولنې اوږدمهاله ستونزې نه شي حل کولای، بلکې یوازې د لنډمهاله وخت لپاره دي. زموږ غوښتنه له حکومت او نړیوالو موسسو څخه دا ده چې خلکو ته د اوږدمهاله مرستو ترڅنګ د کرنې پراختیا، حرفوي زده کړې، کارموندنې او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پیل کړي، تر څو دایمي عایداتي سرچینې برابرې شي.»
اخوا د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د بېوزلو کورنیو ستونزې مني او وايي چې د خلکو غوښتنې دوی سره له شته امکاناتو ډېرې دي.
نوموړی زیاتوي، روان کال د لوګر مرکز په ګډون شپږو ولسوالیو کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مرسته پر ۱۲ زره او ۴۶۴ اړمنو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل شوي.
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ویاند صبغت الله نایب خېل وايي: « د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، د اړتیا کچه لوړه ده او زموږ امکانات محدود دي. موږ هڅه کوو چې د مرستو د زیاتوالي لپاره د نورو همکارو، ملاتړ کوونکو سازمانونو، بنسټونو او مرستندویانو مرستې راجلب کړو، تر څو د خلکو اړتیاوې تر یوې اندازې پورې رفع شي.»
لوګر کې بېوزله او اړمنې کورنۍ داسې مهال د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کوي چې هره ورځ له پاکستان او ایران هېوادونو څخه سلګونه کورنۍ په جبري ډول هیواد ته راستنېږي چې اکثره يې په اقتصادي برخه کې ګڼو ستونزو سره مخ وي.