د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا(UNICEF) ویلي چې د نړیوال بانک، د اسیا د پراختیا بانک او د زدهکړو لپاره د نړیوال مشارکت په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د تعلیمي وسایلو د برابرولو بهیر روان دی.
یونېسف نن دوشنبه، غويي ۲۸مه پر خپله اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د تعلیمي وسایلو برابرول کولای شي د سختو شرایطو سره سره د ماشومانو د زدهکړې دوام تضمین کړي.
دغه اداره زیاتوي چې په بحراني حالاتو کې ښوونځی د ماشومانو لپاره د ثبات، امنیت او خوندیتوب ځای وي او د زدهکړو وسایل د هغوی د منظم ګډون او زدهکړې زمینه برابروي.
د نړیوالو راپورونو له مخې، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د فقر، بشري بحران او د تعلیمي محدودیتونو له امله د زدهکړې له جدي خطر سره مخ دي.
په همدې حال کې، د نجونو د منځنۍ زدهکړې بندیز اوس پنځم کال ته داخل شوی دی. راپورونه ښيي چې که دا بندیز دوام وکړي، تر ۲۰۳۰کال پورې شاوخوا څلور میلیونه نجونې ښايي له زدهکړو بېبرخې شي.