Asset 1SWN

سلام وطندار

یونېسف: تېرکال افغانستان کې ۲۰۰ ښوونځي جوړ یا ترمیم شوي

لوګر-ښوونځی

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف ویلي چې د ۲۰۲۵کال پرمهال په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه ډېر ښوونځي یا نوي جوړ شوي او یا هم ترمیم شوي دي.

یونېسف نن سه‌شنبه، اپرېل ۲۱مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د خوندي زده‌کړې بېلابېل ډوله چاپېریالونه لري او هڅه کېږي چې ماشومانو ته د زده‌کړې مناسب فرصتونه برابر شي.

د دې ادارې د کلني راپور له مخې، په همدې کال کې تر ۲۰ میلیونو ډېر کسان چې په‌کې ۵.۶ میلیونه ماشومان شامل دي، له بېلابېلو مرستو برخمن شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همداراز شاوخوا ۴ میلیونه ماشومان په ښوونځیو، د ټولنې پربنسټ تعلیمي پروګرامونو او بیړنیو حالاتو کې د زده‌کړې مواد ترلاسه کړي دي.

خو د راپور له مخې لاهم یو مهم ننګونه موجوده ده چې شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له ښوونځي بې‌برخې پاتې دي او دا وضعیت د هېواد د تعلیمي راتلونکي لپاره جدي اندېښنه ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام