Asset 1SWN

سلام وطندار

سرپُل کې د اوبو رسولو شبکو نشتوالي خلک ستونزمن سره مخ کړي

د څښاک اوبو نه‌شتون

د سرپُل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دولتي اوبو رسولو شبکو ته لاسرسی نه لري او اړ دي چې ژورې څاه‌ګانې وکيندي؛ هغه وضعیت چې د دوی د ژوند لګښتونه یې زیات کړي.

د سرپُل اوسېدونکو په وینا، په داسې حال کې چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټیټه شوې، د څښاک اوبو ته لاسرسی تر بل هر وخت ستونزمن شوی او کله ناکله اړ کېږي چې له ناپاکو اوبو استفاده وکړي.

د سرپل اوسېدونکې مرضیه وایي چې د دوی د کور څاه اوبه وچې شوي او د دولتي اوبو رسولو شبکو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل: «شاوخوا یو کال کېږي چې د کور د حویلي څاه وچ شوې. له همدې امله د ګاونډي له کوره اوبه راوړو، برښنا زموږ ده او د خپلې برښنا په وسیله اوبه برابروو.»

د سرپل بل اوسېدونکی مهدی شجاعي هم وايي چې دې وروستیو کلونو کې له وچکالۍ سره هم‌مهاله، د پاکو اوبو ته د دوی لاسرسی لا ستونزمن شوی.

د هغه په وینا، د دولتي اوبو رسولو شبکو د نشتوالي له امله خلک اړ دي چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه په اوږدو کتارونو کې انتظار وباسي.

هغه وویل: «زموږ سیمه کې د دولت له لوري نل‌لرونکې اوبه نشته. د کلي ډېری خلک د څښاک اوبه له څاه‌ګانو برابروي. زموږ په کلي کې دوه د پمپ سرچینې شته، خو ورڅخه استفاده ډېره ګڼه‌ګوڼه لري، نوبتونه لږ تر لږه له یو نیم تر دوو ساعتونو پورې وخت نیسي او کله ناکله درې ساعتونو ته هم رسېږي.»

د اوبو رسولو شبکو نشتوالی، د اوبو د پېرلو لوړو لګښتونو او اوږد واټن لامل شوی چې د سرپُل یو شمېر اوسېدونکي له ناپاکو اوبو ګټه واخلي.

د سرپُل بله اوسېدونکې تبسم پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونزه داسې بیانوي:

«نلونو کې اوبه نشته. د اوبو د برابرولو لپاره موږ ډېر زحمت باسو او ډېری وخت د سیند یا ویالې اوبه کاروو. د باران په موسم کې د باران اوبه کاروو. زموږ په کلي کې یو ډېر لوی حوض کېندل شوی او د باران اوبه پکې زېرمه کوو. موږ ټول پوهېږو چې د دې اوبو کارول زموږ د روغتیا لپاره ګټور نه‌دي، ځکه دا اوبه پاکې او صحی نه دي.»

هارون‌بیک هم وايي چې دې وروستیو کلونو کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې او دوی اړ دي چې ژورې څاه‌ګانې وکيندي او اوبه د برښنا په وسیله راوباسي؛ هغه وضعیت چې د ده په وینا ډېر لګښت‌ لري.

هغه وویل: «دولتي نلو‌نو کې اوبه نشته او موږ د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخلو. له بده‌مرغه زموږ په سیمو کې ژورې څاه‌ګانې ډېرې دي او له همدې امله په ګرمو موسمونو کې د اوبو له کمښت سره مخ کېږو. د دې وضعیت یوه لویه ستونزه دا ده چې د اوبو د پمپونو لپاره د برښنا لګښت لوړ دی.»

په همدې حال کې، د داخله ناروغیو ډاکټر حبیب‌الله حیات د ناپاکو اوبو د کارونې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي او وایي چې دا وضعیت کولی شي د بېلابېلو، ان د خطرناکو ناروغیو لامل شي.

«د ناپاکو اوبو دوامداره کارونه د انسان د روغتیا لپاره جدي او خطرناکه پایلې لري. دا ډول اوبه معمولاً له مکروبونو، باکتریاوو او زیان‌رسوونکو موادو ککړې وي چې په اوږدمهال کې د بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړي ډول د هاضمې ناروغیو لکه شدید نس ناستي، کولرا او د معدې عفونتونو سبب ګرځي. همدارنګه د بدن معافیتي سیستم کمزوری کوي.»

د چاپېریال برخې کارپوه ذکي رسولي وایي، د اوبو سرچینو د ککړتیا مخنیوی او د اوبو د عادلانه وېش لپاره د پروګرامونو پلي کول د دې لپاره مهمې لارې دي چې ښاریان پاکو اوبو ته برابر لاسرسی ومومي.

«اقلیمي بدلونونه، د ورښتونو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه په بې‌مخینې ډول استفاده لامل شوې چې د اوبو کچه راټیټه شي او کیفیت یې هم خراب شي. که د اوبو سرچینې سم مدیریت نه‌شي، دا ستونزه به راتلونکو کلونو کې لا جدي شي. د بحران د مخنیوي لپاره اړینه ده چې خلک د اوبو په کارولو کې سپما وکړي او د اوبو سرچینې ککړې نه کړي. همدارنګه، مسوولې ادارې باید د څښاک اوبو د ساتنې، مدیریت او عادلانه وېش لپاره اغېزمن پروګرامونه پلي کړي.»

مونږ هڅه وکړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او د اوبو رسولو ادارې د مسوولانو نظر هم واخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې د سلام‌وطندار پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د څښاک پاکو اوبو ته محدود لاسرسی د افغانانو په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې له جدي ستونزو ګڼل کېږي.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، لا هم میلیونونه وګړي د څښاک اوبو سرچینو ته لاسرسی نه‌لري.

پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو کمښت او د اوبو رسولو د بنسټیزو تأسیساتو نشتوالی، افغانستان کې د دې ستونزې له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام