Asset 1SWN

سلام وطندار

د هیلو څرک؛ میمنې ښار کې د بصیرې د کلچوپخولو کیسه

bakery-rmbtuo2grz0pzcsce0szqoyq02vbrj8ef3y0zxo39k (1)

د فاریاب د میمنې ښار په یوه کوچني خو خوځنده کارخونه کې د تازه پخو کلچو ښکلې فضا خپره ده؛ داسې ځای چې د تنور تودوخه د یوې ځوانې نجلۍ له هڅو سره ګډه شوې او د هیلو یوه ژوندۍ کیسه ترې جوړوي.

په دې کارخونه کې ۲۳کلنه بصیره په خپلو لاسونو د اوړو پر ګډولو بوخته ده. هغه له سختو اقتصادي شرایطو څخه د فرصت جوړولو یوه بېلګه ده چې د خپلې کورنۍ د ژوند د ښه کولو لپاره یې عملي قدم پورته کړی دی.

بصیره وایي چې د کار پیل یې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله وکړ: «کله چې مې ولیدل زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی، ما پرېکړه وکړه چې خپله یو کار شروع کړم. له هېڅ څخه مې پیل وکړ، یوازې دا فکر راسره و چې باید بدلون راولم.»

هغه خپل کار د شاوخوا ۵زره افغانیو په کوچني پانګې سره پیل کړی چې د کورنۍ په مرسته یې برابرې کړې و. په پیل کې نه مناسب تجهیزات وو او نه بازار، خو د ساده امکاناتو سره یې له کوره د کلچه‌پزۍ کار پیل کړ.

بصیره وایي چې په لومړیو ورځو کې یې خرڅلاو کم و، خو د دوامداره هڅو له امله یې ورو ورو پېردونکي زیات شول او کار یې تر کوچني کارګاه یا کارخونې پورې وغځېد.

اوس مهال هغه له څلورو نورو نجونو سره یوځای په همدې کارګاه کې کار کوي او هره ورځ د پام وړ کلچې تولیدوي. دا کارخونه نه یوازې د بصیرې لپاره، بلکې نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

سره له دې، د هغې لار له ستونزو خالي نه‌ده؛ د امکاناتو کمښت، د مالي ملاتړ نشتوالی او د بازار محدودیتونه هغه لویې ستونزې دي چې له دې کار سره یې مخ کړې ده.

بصیره وایي: «زموږ تر ټولو لویه ستونزه د امکاناتو او پانګې کمښت دی. که ښه امکانات ولرو، کولای شو کار ډېر پراخ کړو. ځینې وختونه خرڅلاو هم کم شي او دا کار سختوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو هغه بیا هم د راتلونکي لپاره هیله‌منده ده او باور لري چې د ملاتړ په صورت کې کولای شي خپله کارخونه پراخه کړي او نورو نجونو ته هم د کار فرصتونه برابر کړي.

د دې کارګاه یوه بله کارکوونکې، ۱۹کلنه حدیثه وایي چې دا کار د هغې د کورنۍ اقتصاد ته مهمه مرسته ده: «زه هره ورځ ۶ تر ۷ ساعتونو پورې کار کوم. دا کار زموږ د کورنۍ اقتصادي حالت ښه کړی، ځکه مخکې یوازې پلار مې کار کاوه، اوس زه هم مرسته کوم.»

۲۰کلنه زرغونه هم وایي چې دا د هغې لپاره یو مهم فرصت دی: «پخوا مې کار نه درلود، خو اوس کولای شم خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم. دا عاید زموږ د کور د لګښتونو لپاره ډېر مهم دی.»

اقتصادي کارپوهان باور لري چې داسې کوچني کاروبارونه د محلي اقتصاد په وده کې مهم رول لري او د وزګارتیا په کمولو کې مرسته کوي.

اقتصادي کارپوه احمدمبین احمدي وایي: «کوچني کاروبارونه د محلي اقتصاد ستنې دي. دا د کار فرصتونه رامنځته کوي او که ملاتړ یې وشي، کولای شي د فقر په کمولو او اقتصادي ودې کې لوی رول ولري.»

د ښځو د حقونو فعالان هم ټینګار کوي چې دا ډول نوښتونه باید نور هم ملاتړ شي.

د ښځو د حقونو فعاله نصیبه حیات وایي: «د ښځو کار په داسې برخو کې ډېر ارزښت لري او جدي ملاتړ ته اړتیا لري. که دوی ملاتړ شي، کولای شي د ټولنې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.»

د بصیرې کوچنی کارخونه که څه هم په ښکاره توګه ساده ښکاري، خو په حقیقت کې د ارادې، باور او هڅې یوه ژوندۍ بېلګه ده؛ داسې ځای چې یوه نجلۍ د لږو امکاناتو په مرسته د خپل او نورو ژوند د بدلولو لاره جوړه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام