چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفر وروسته، ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۰مې چین ته رسمي سفر وکړي.
د کرملین د اعلامیې له مخې، پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ به د مسکو او بیجینګ ترمنځ د هر اړخیزې ملګرتیا او ستراتیژیکو همکاریو د لاپیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې، پوتین د چین له لومړي وزیر لي چیانګ سره هم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه سفر د روسیې او چین ترمنځ د «ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکاریو» د تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت کېږي؛ هغه تړون چې په ۲۰۰۱کال کې لاسلیک شوی و.
د پوتین د سفر خبر داسې مهال خپرېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه چین ته له سفر وروسته بېرته واشنګټن ته ګرځېدلی دی. دا په نږدې لسو کلونو کې بیجینګ ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر بلل کېږي.
که څه هم ټرمپ او شي جینپینګ د سوداګرۍ په برخه کې د څو پراخو هوکړو یادونه کړې، خو د تایوان او د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو د جګړې په څېر مهمو موضوعاتو کې کوم څرګند پرمختګ نه دی لیدل شوی.
دواړو مشرانو د روسیې او اوکراین جګړې په اړه هم خبرې کړې دي. چین په رسمي ډول ځان بېطرفه بولي او شي جینپینګ ځان د منځګړي په توګه معرفي کړی، خو د پوتین او شي ترمنځ د «بېحده» ایتلاف چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې تر پراخ برید مخکې اعلان شوی و، د چین د بېطرفۍ دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی دی.