Asset 1SWN

سلام وطندار

د چین سفر پای؛ ټرمپ: غوره سوداګریزې هوکړې مو وکړې

000_b2we9xt

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پایته ورساوه او ویلي، له خپل چیني سیال شي‌جین پینګ سره یې غوره سوداګریزې هوکړې کړي.

نړیوالو رسنیو نن جمعه ثور ۲۵ / مې ۱۵ راپور ورکړی چې ټرمپ بیجینګ ته د دې لپاره تللی وو، څو د کرنې، هوايي چلند او مصنوعي ځیرکتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې هوکړې وروستۍ کړي.

همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو شمېر حساسو جیوستراتېژیکو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د منځني ختیځ د جګړې په اړه اختلافات راکم کړي.

که څه هم تر اوسه چین ته د ټرمپ د سفر پرمهال داسې کوم لوی تړون نه‌دی اعلان شوی، خو دواړو خواوو د بېلابېلو مسایلو په اړه د پرمختګ یادونه کړې.

ټرمپ امریکا ته له روانېدو وړاندې ویلي: «ډیری ستونزې حل شوي. له دې سفر ډېرې ښې پایلې ترلاسه شوې.»

هغه همدارنګه وویل: «موږ ځینې په زړه پورې سوداګریزې هوکړې کړي چې د دواړو هېوادونو لپاره ښې دي.»

ټرمپ د چین ولسمشر شي‌جین پینګ په اړه چې هغه یې «ستر رهبر» او «ملګری» بللی، نرم او دوستانه دریځ خپل کړی، خو د چین ولسمشر تر دامهاله دغو څرګندونو ته نسبتاً محتاط غبرګون ښودلی دی.

دا داسې مهال دی چې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نږدې راتلونکې کې چین ته سفر وکړي او د دغه سفر لپاره چمتووالی روان دی.

د راپورونو له مخې، د سفر وروستۍ نېټه به د مسکو او بېجېنګ له خوا په ګډه اعلان شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام