
متقي کابل کې د سرهصلیب کمیټې د نوي مشر باورلیک ترلاسه کړ
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د نوي ټاکل شوي مشر جوهانیز بروور سره وکتل او د هغه باورلیک نسخه یې ترلاسه کړه.
د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او د سره صلیب نړیوالې کمېټې اړیکې تاریخي وبللې.