Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي کابل کې د سره‌صلیب کمیټې د نوي مشر باورلیک ترلاسه کړ

HIS0T7nW4AA23B_

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د نوي ټاکل شوي مشر جوهانیز بروور سره وکتل او د هغه باورلیک نسخه یې ترلاسه کړه.

د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او د سره صلیب نړیوالې کمېټې اړیکې تاریخي وبللې او ښاغلي بروور ته یې د چارو د ښه پرمخ وړلو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

متقي د یادې ادارې د رخصتېدونکې مشرې کترینا ریتز د خدمتونو او په افغانستان کې د هغې د مأموریت پر مهال د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

ښاغلي جوهانیز بروور ژمنه وکړه چې د خپلې کاري دورې پر مهال به له اړوندو امارتي ادارو سره نږدې همغږۍ کې د بشري خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

همداراز دواړو لوریو په بشري برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د متقابل تعامل پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام