Asset 1SWN

سلام وطندار

د ښځو بېکاري؛ د اقتصادي خپلواکۍ له لاسه ورکول او رواني فشارونه

افغان ښځې ۲۳

له هغو ۲۰ ښځو سره چې تر بېکارۍ مخکې یې عاید درلود، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې هغوی به د خپل شخصي لګښت ترڅنګ د کورنۍ په اقتصادي اړتیاوو کې هم ونډه لرله؛ خو اوس بېکارۍ ټولې هغوی یوه ګډ برخلیک، یانې تړلي‌ پاتې کېدو سره مخ کړي.

د مرکې ګډونوالې ښځې وایي، د دې وضعیت دوام ورته ستونزمن او اندېښمنوونکی دی.

دغه ښځې د ښوونې، قابلګۍ، وکالت، غیردولتي بنسټونو، خیاطۍ، انلاین بازارموندنې، منشي‌ګرۍ او د ټولنیزو خدمتونو په برخو کې په دندو بوختې وې.

له مرکې شویو ښځو څخه شپږو یې ویلي، ټولنیزې ستونزې د دوی د بېکارۍ اصلي لاملونه دي.

د هرات د کشک کهنه ولسوالۍ اوسېدونکې بینظیر بارکزی چې مخکې یې په یوه دفتر کې د روزونکې په توګه کار کاوه، وایي چې دفتر یې نه دی تړل شوی، خو نورې ښځې نه استخداموي.

هغې چې شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ معاش یې درلود، اوس یې ژوند د خپل مېړه پر لږ عاید متکي شوی، داسې تړاو چې ورسره یې رواني فشارونه او اقتصادي ستونزې لا زیاتې شوي.

«شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ معاش مې درلود. اوس چې بېکاره شوې یم، لامل یې دا دی چې ډېری دفترونه ښځې نه استخداموي او یوازې نارینه مني. دامهال مې مېړه د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو ژوند ډېر ستونزمن دی. ان د خپلو شخصي اړتیاوو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ یم، ځکه د هغه عاید ډېر کم دی او یوازې د کور جدي ستونزې پرې حل کولای شو.»

له مرکې شویو ښځو ۸ یې وایي، د ښځو نه‌استخدام، د پروژو نشتوالی او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې د دوی د کار ځایونه یې تړلي دي.

دوی وایي، د دغو مرکزونو له تړل کېدو سره نه یوازې بېکاره شوې، بلکې خپل مسلکي هویت یې هم له لاسه ورکړی.

د راپور له ټولو مرکه شویو ښځو څخه شپږو نورو بیا واده او د کورنۍ ناخوښي د خپلې بېکارۍ اصلي لاملونه بللي.

۳۴ کلنه زهرا چې له واده مخکې یې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې دنده لرله، وایي چې له واده وروسته ونه توانېده، خپل کار ته دوام ورکړي او اوس د عاید نشتوالي د خپلواکۍ د له منځه تلو احساس ورکړی.

«زما د بېکارۍ اصلي لامل واده او له هغه وروسته کورني مسوولیتونه، په ځانګړي ډول د ماشوم زېږېدل وو. تر بېکارۍ مخکې مې خپله عاید درلود او کولی مې شول د خپلو اړتیاوو او غوښتنو لپاره په خپلواکه توګه پرېکړه وکړم، خو وروسته په بشپړ ډول پر نورو متکي شوم. نور مې د سپما او یا هم په خپلواکه توګه د پېرلو توان نه‌درلود او دا بدلون راته ډېر محسوس او تر یوه بریده سخت و.»

په دې راپور کې له مرکه شویو ښځو ۸ یې له اقتصادي پلوه پر خپلو مېړونو، ۸ پر مور او پلار او ۴ یې پر خپلو وروڼو متکي دي.

د فاریاب اوسېدونکې ۲۳ کلنه لیلا چې پخوا یې په یوه ښوونیز مرکز کې د منشي په توګه کار کاوه، اوس وایي چې د هغې د لومړنیو اړتیاوو لګښتونه یې پلار پر غاړه اخلي.

هغې زیاته کړه، د خپلو شخصي اړتیاوو د پوره کولو ناتواني د هغې رواني فشارونه او ناارامي زیاته کړې او دې وضعیت اړ کړې چې خپلې هیلې او غوښتنې تر ټولو ټیټې کچې ته راکمې کړي.

«هره میاشت مې شاوخوا ۸ زره افغانۍ عاید درلود چې د خپلو شخصي لګښتونو ډېره برخه مې پرې پوره کوله او کله ناکله مې له خپلې کورنۍ سره هم مرسته کوله. له بېکارۍ وروسته مې اقتصادي وضعیت په بشپړ ډول بدل شو. اوس اړ یم چې د کوچنیو لګښتونو لپاره هم خپلې کورنۍ ته مراجعه وکړم. دا تړاو راته ډېر سخت دی. کله ناکله ان د شخصي توکو د پېرلو لپاره هم د ناارامۍ احساس کوم او هڅه کوم لږه غوښتنه وکړم.»

د فاریاب د میمنې ښار اوسېدونکې ۲۴ کلنه شګوفه چې تر بېکارۍ مخکې یې د خیاطۍ په ورکشاپ کې کار کاوه، وایي چې اوس یې لګښتونه ورور پرې کوي.

هغې وویل، د پخوا په څېر د خپلو اړتیاوو د پوره کولو ناتوانۍ په هغې کې د بې‌ارښتۍ احساس زیات کړی.

«له بېکارۍ وروسته مې ژوند ډېر بدل شو. دامهال مې ورور زما لګښتونه برابروي. دا تړاو راته اسانه نه دی، ځکه پخوا مې خپله خپل لګښتونه مدیریت کول، خو اوس اړ یم چې د هرې اړتیا لپاره نورو ته مراجعه وکړم. کله ناکله د خپلو شخصي اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ کېږم. له رواني پلوه دا وضعیت راته ډېر سخت دی. د مالي خپلواکۍ له لاسه ورکولو زما پر ځان باور کم کړی او داسې احساس کوم چې نور د پخوا په څېر فعاله او ګټوره نه یم.»

همدارنګه د بادغیس د آبکمري ولسوالۍ اوسېدونکې۳۱ کلنه سهیلا چې مخکې یې په یوه نړیوال بنسټ کې کار کاوه، وایي چې له بېکارۍ وروسته یې اوس مېړه د ورځني ژوند لګښتونه برابروي.

هغې وویل، اقتصادي تړاو ورته ډېر سخت تجربه شوی او له دې وضعیت سره سره لا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له محدودیتونو سره مخ ده.

«وروسته له دې چې بېکاره شوم، زموږ اقتصادي وضعیت ډېر بدل شو او اوس زموږ مالي اړتیاوې مېړه مې پوره کوي. دا اقتصادي تړاو راته ډېر ستونزمن دی او نورې هغه اړتیاوې نه شم پوره کولی چې پخوا مې د خپلواکۍ او شخصي عاید له امله ترسره کولې.»

بېکاره شوې ښځې وایي، پر نارینه‌وو اقتصادي تړاو هغوی له ناهیلۍ، رواني فشارونو او د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له کمزوري توان سره مخ کړي.

دوی زیاتوي، دې وضعیت د هغو هیلو او موخو ترمنځ واټن هم زیات کړی چې د راتلونکې لپاره یې درلودې.

د پروان د جبل‌السراج ولسوالۍ اوسېدونکې ۳۸ کلنه پروین معروف چې په یوه انسټېټیوټ کې یې تدریس کاوه، وایي چې بېکارۍ هغه له خپلو موخو لرې کړې او د ناهیلۍ احساس یې پیاوړی کړی.

«دې وضعیت زما پر ورځني او شخصي ژوند او پرمختګ ډېر اغېز کړی. د یوې کارکوونکې ښځې بېکاره کېدل او په کور ناسته خپله یوه نه رغېدونکې ناروغي ده. کله چې د انسان ژوند ناڅاپه له داسې حالت سره مخ شي، له هر څه محروم شي، اقتصادي اړتیاوو ته اړ شي او هېڅ پرمختګ ونه‌لري، نو ټولې موخې یې له خاورو سره خاورې کېږي. زه دومره ناهیلې شوې یم چې نور د راتلونکې د بدلون فکر هم نه‌کوم، ځکه خپله هیله مې له لاسه ورکړې.»

له دې وضعیت سره هم‌مهاله، د ښځو د حقونو فعالان، اقتصادي شنونکي او ارواپوهان خبرداری ورکوي چې د کار له بازاره د ښځو څنګ ته کول نه یوازې هغوی له بېکارۍ او اقتصادي تړاو سره مخ کړي، بلکې، د ښځو پر ټولنیز ځای، اقتصاد او رواني روغتیا یې هم پراخې منفي اغېزې کړي.

د دوی په باور، په کاري او ټولنیزو برخو کې د ښځو د حضور کمېدو د ټولنې د انساني او تولیدي ظرفیت یوه برخه له منځه وړې او ښځې یې له رواني فشارونو، ناهیلۍ او د بې‌هدفۍ له احساس سره مخ کړې دي.

د ښځو د حقونو فعاله مژده عزیزي وایي: «په کاري او ټولنیزو ډګرونو کې د ښځو د حضور کمېدل یوازې د ټولنې د یوې طبقې محدودېدل نه‌دي. کله چې ښځې له ګډون څخه محرومېږي، انساني او حقوقي ځایګی یې کمزوری کېږي او ټولنه د فکر او ظرفیت له پلوه د خپل ځواک نیمایي برخه له لاسه ورکوي.»

اخوا اقتصادي شنونکی حنیف فرزان په اقتصادي سکټور کې د ښځو د حضور پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، د ښځو نه شتون او د هغوی د فعالیتونو کمېدل د هېواد اقتصادي سکټور زیان‌منوي.

«د کار په بازار کې د ښځو ګډون د اقتصادي ودې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي، ځکه ښځې ستر تولیدي ظرفیت لري. که ښځې د کار په بازار کې ونډه ونه‌لري، په لویه کچه د ناخالص کورني تولید د کمېدو لامل کېږي. هر څومره چې د اقتصاد په برخه کې د ښځو ګډون ډېر وي، اقتصاد به هماغومره باثباته وي. برعکس، د ښځو د ګډون کمېدل د کورنۍ، ټولنې او هېواد په کچه اقتصادي کمزوري او بې‌ثباتي رامنځته کوي او اقتصادي سکټور لا ډېر زیان‌منوي.»

ارواپوهه زحل امیري بېکاره شویو ښځو ته سپارښتنه کوي چې د نوو مهارتونو زده‌کړه او د ټولنیزو اړیکو ساتل کولی شي د بېکارۍ پر مهال د ګټور اوسېدو احساس پیاوړی کړي.

«له کورنۍ او ملګرو سره وخت تېرول د رواني فشارونو په کمېدو کې مرسته کوي او د غم، غوسې او ناهیلۍ په څېر احساساتو د کنټرول لپاره هم ډېر ګټور رول لري، ځکه ژوند یوازې په دندې پورې محدود نه دی. دا عادت ذهن سره مرسته کوي چې د بې‌نظمۍ او بې‌هدفۍ احساس کم کړي او انسان ته د کنټرول احساس ورکړي. په دې موده کې ښځې کولی شي د نوو مهارتونو پر زده‌کړه تمرکز وکړي. دا چارې مرسته کوي چې د بېکارۍ د دورې له رواني فشارونو سره مقابله وکړي او د ګټورتیا احساس ولري.»

له دې سره سره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي، ښځې لا هم په مشخصو برخو کې د کار کولو اجازه لري.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي سلام‌وطندار ته ویلي: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هڅه شوې چې هغو چاپېریالونو کې چې ښځې کار کوي، خوندي فضا رامنځته شي. له نېکه‌مرغه په بېلابېلو برخو لکه ښوونه، روغتیا، ټولنیزو فعالیتونو او هغو امنیتي سکټورونو کې چې د ښځو فعالیت ته اړتیا وي، ښځې په عملي ډول کار کوي او اسلامي امارت ورته خوندي او سالم چاپېریال برابر کړی.»

د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راپور ښيي چې د کار په بازار کې د ښځو حضور په څرګند ډول کم شوی او اقتصادي تړاو یې زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام