د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې د امریکا غوښتنو ته ځواب ووایي، کنه له سختو پایلو سره به مخ شي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» کې لیکلي، د ایران لپاره وخت په پای ته رسېدو دی، که چټک اقدام ونه کړي، «له هغوی به هېڅ شی هم پاتې نه شي»
نوموړي د اسراییلو ۱۳م کانال ته ویلي، ایران باید ووېرېږي.
هغه همداراز ویلي، امریکا د ایران له لوري د نوي وړاندیز په تمه ده، خو که تهران مناسب وړاندیز وړاندې نهکړي، واشنګټن به داسې برید وکړي چې تر دې مخکې یې ساری نه وي لیدل شوی.
امریکايي چارواکو اکسيوس وېبپاڼې ته ویلي، ټرمپ لاهم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې هڅه کوي، خو د ایران له لوري د امریکا د غوښتنو نهمنل پوځي انتخاب بیا مطرح کړی دی.
راپورونه وایي، ټرمپ به له خپلو امنیتي سلاکارانو سره د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام په اړه سلا مشورې وکړي.
بلخوا اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې امریکا او اسراییل ښايي د ایران د انرژۍ پر زېربناوو ګډ بریدونه وکړي.