
اختر کې نږدې ۴ میلیون سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو لیدنه کړې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، د لوی اختر ورځو کې نږدې ۴ میلیون کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو، تاریخي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، د لوی اختر ورځو کې نږدې ۴ میلیون کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو، تاریخي

۳۴کلن غلام فاروق محمودي وایي، له کلونو کار او تجربې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې خلکو ته د کتاب لاسرسی لااسانه کېدای شي. هغه باور لري چې کتاب باید یوازې په کتابتونونو او پلورنځیو کې بند پاتې نهشي او باید د خلکو تر دروازو ورسېږي.

افغانستان کې ښځې د اختر په ورځو کې د مېلمنو د هرکلي او د اختر دسترخوان چمتو کولو ترڅنګ، پر خپلو لاسونو د نکریزو لګولو له لارې هم دغه ورځې نمانځي.
نکریزې لا هم د ډېرو ښځو لپاره د ښکلا، خوښۍ او د دودونو د ژوندي ساتلو نښه ده، هغه دود چې د ژوند د طرز له بدلون او د ځینو دودونو له کمرنګېدو سره سره یې، خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی.

د اختر په رانږدې کېدو سره د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت غوښتنې او اندېښنې زیاتې شوي.
یو شمېر ښاریان وایي، تمه لري چې د اختر ورځې او شپې په ارامه فضا او له هر ډول ګواښ او بېنظمۍ پرته تېرې شي.
دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د هوايي ډزو او پټاقیو د کارولو مخه ونیسي.

د پېرېدونکو ګڼهګوڼه، د پلورونکو غږونه او هغه دوکانونه چې له رنګارنګ جامو ډک شوي، د اختر د رانږدې کېدو زېری ورکوي، خو د دې خوښۍ ترڅنګ، ښاریان د افراطي سیالۍ او یو پر بل د برترۍ په اړه اندېښنې لري. دوی وایي، د اختر ورځو کې یو بل سره بېځایه سیالي ډېرې کورنۍ اړ کوي چې داسې څه وپېري چې اقتصادي وس یې نهلري.

غزني کې د وخت په تېرېدو او د طبیعي پېښو له امله د دغه ولایت یوشمېر تاریخي ابدات د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. په دې وروستیو کې د غزني د کلا د دېوال یوه برخه نړېدلې چې دا د دې ولایت له مهمو تاریخي ابداتو څخه ګڼل کېږي.

ټولنیزې رسنۍ د ننني عصر د خلکو د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې پهکې معلومات په چټکۍ خپرېږي او هر څه د یوې ګوتې په حرکت بدلولی شي.
خو د همدې چټکتیا تر شا، یو پخوانی فرهنګ ورو ورو کم رنګی کېږي، د کتاب لوستلو فرهنګ.
که څه هم کتاب لوستل د انسان ذهن روښانه کوي پوهه یې لوړوي، خو په اوسني عصر کې د خلکو ژوند ته د ټولنیزو شبکو راتګ دغه فرهنګ کم رنګه کړی دی.

د کورنیو ترمنځ د شخړو د حل په موخه په بدو کې د نجونو ورکړه د هېواد په ځینو سیمو کې یو له ناوړو دودو شمېرل کېږي چې لاهم دوام لري.
دې دود لاهم د ګڼو نجونو ژوند له ستونزو سره مخ کړی چې نه یوازې د نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هغوی رواني، ټولنیز او تعلیمي ژوند هم اغېزمنوي.

سمنګان کې شمېر ځوانان وایي، د خصوصي کتابتونونو او فرهنګي بنسټونو په جوړولو سره هڅه کوي چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوان نسل ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ دود کړي.
دوی وویل، سره له دې چې اقتصادي ستونزې شته، اسانتیاوې کمې دي او د مطالعې سرچینو ته لاسرسی محدود دی، خو د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې لاهم روانې دي.

دا داسې حق دی چې که تر پښو لاندې شي، ان د طلاق غوښتنې ته هم لاره هوارولی شي. سره له دې، یوشمېر ښځې په خپل ګډ ژوند کې د مینې او عاطفي درک له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دا حالت یې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

د غزني مرکز اړوند سیمو کې ۲۴ قلمه تاریخي اثار کشف او ترلاسه شوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن یکشنبه د ثور ۶ /

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند «بُستکلا» سیمه کې امنیتي ځواکونو ۱۰ کسان هغه مهال نیولي چې د یوې تاریخي سیمې په ناقانونه کیندنه بوخت

دایکندي کې یو شمېر ښځې وایي، د خپلو حقوقي ستونزو د حل لپاره قانوني بنسټونو ته د مراجعې پر ځای غیر رسمي پرېکړهکوونکي «منځګړي» غوره ګڼي. یو شمېر حقوقپوهان وايي، ټولنیز او کلتوري محدودیتونه او اقتصادي ستونزې لامل شوي، څو ښځې د خپلو حقوقي ستونزو د حل لپاره غیررسمي یا قومي منځګړو ته مخه کړي.

د بدخشان یو ځوان، د خپلو شخصي وړتیاوو او یوازې شاوخوا ۱۰زره افغانيو په لګښت، په څه باندې یوه میاشت کې توانېدلی چې دوه عملي سافټویرونه «نخک» او «چتیار» ډیزاین او جوړ کړي.
دا اپلېکېشنونه اوس د ازمایښتي پړاو (Beta) کې دي او هدف یې د کاروونکو د اړیکو او ډیجیټلي اړتیاوو پوره کول دي.

افغانستان د بېلابېلو قومونو او فرهنګونو ګډ کور دی چې د مېلمستیا پرمهال یې، دودیز خواړه د دسترخوان ښکلا بلل کېږي. دا دودیز خواړه د هېواد د تاریخ، دود او رواجونو ترڅنګ د کورنیو ترمنځ د یووالي کیسه بیانوي.
خو د هېواد دودیزو خوړو ځای اوس چټکپخېدونکو یا تیارو او بهرنیو خوړو نیولی دی. په دې راپور کې یوشمېر مشرانو سلاموطندار ته ویلي چې ځوانان اوس د دودیزو خوړو پر ځای مدرن خواړه خوښوي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې ۳۰ نوې لرغونې سیمې