د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، یوولس ایټاليايي ګرځندویان دغه ولایت ته ورغلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مسوولانو په وینا، دغه ګرځندویان د دغه ولایت د تاریخي ځایونو، په تېره د جام منار لیدو لپاره یاد ولایت ته ورغلي دي.
د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر محمد حماس وايي: «یوولس ایټالیايي ګرځندویان غور ولایت ته راغلي او د دغه ولایت تاریخي ځایونه، په تېره د منار جام ګوري.»
د نوموړي په وینا، په دغه ولایت کې د ګرځندویانو لپاره د ښو اسانتیاوو برابرېدل لامل شوي، څو بهرني ګرځندویان د غور د تاریخي ځایونو لیدو ته زړه ښه او دغه ولایت ته ورشي.