پر لیکه کار ته د افغان ځوانانو لېوالتیا؛ «دومره ګټه کوم چې فزیکي کار ته اړتیا نه پېښېږي»

که څه هم ډېری افغان ځوانان چې د کار وړتیا لري، له وزګارتیا ځورېږي، خو یوشمېر هغو یې په وروستیو کلونو کې د ښې ګټې لپاره پر لیکه یا انلاین کاروبار ته مخه کړې ده. دغه ځوانان وايي چې پر لیکه کار د خلکو لپاره یو ښه زېری دی او له دې لارې کولای شي په کمه موده کې په لږ پانګې سره ښه ګټه وکړي.

غزني کې د ټرافیکي څراغونو نه فعالېدو ټرافیکي ګډوډي جوړه کړې

غزني کې ټرافيکي څراغونه له دوو کلونو راهيسې د تخنيکي ستونزو له امله فعال نه‌دي. د غزني یوشمېر اوسېدونکي د دغو څراغونو د تنظیم او فعالولو په برخه کې پر مسوولو ادارو نیوکه کوي چې د دغو څراغونو په نه فعالېدو سره په ښار کې ګڼه‌ګوڼه، ټرافیکي پېښې او د موټرچلوونکو له لوري له ټرافیکي اصولو د سرغړونې لامل شوي دي.

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي ځوړتیا به تر ۲۰۲۵ کال پورې دوام وکړي

نړیوال بانک د شنبې په ورځ د راتلونکي کال د اقتصادي لید په اړه خپل نوی راپور خپور کړ چې په‌کې د بهرنیو مرستو د کموالي تر څنګ، د ناخالصو تولیداتو د ودې کموالی د افغانستان د اقتصادي ځوړتیا یا رکود لامل شوی چې د راپور له مخې، تر ۲۰۲۵ کال پورې به دوام وکړي.

هرات کې د ۴۶ بچیانو پلار: اختر کې مې د ۵۰ زرو افغانیو یوازې جامې او بوټان ورته واخیستل

د هرات د رباط‌‌سنګي ولسوالي اوسېدونکی احمداغا چې ۵۲ کلن دی، درې مېرمنې او ۴۶ لوڼې او ځامن لري.
نوموړی زیاتوي: «څومره چې ووایئ، له ما سره همکاري کوي، زما عزت او درناوی ورسره دی. موږ ود پلار‌-‌زوی غوندې اړیکه نه لرو، بلکې ملګري یوو. بچیان مې خوښېږي، اوس هم غواړم چې یو بل واده وکړم او څلور مېرمنې مې شي.»

د سره صلیب د اسیا برخې رییس له امیرخان متقي سره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې رییس الکسانډر مټیو او ورسره مل پلاوي له امیر‌خان متقي سره لیدلي دي. هغه وايي، امیرخان متقي په دې لیدنه کې غوښتنه کړې چې له افغانانو سره هراړخیزې مرستې وکړي او د کورنیو روغتونونو تجهیز ته ځانګړی پام وکړي.

یوولس ایټالیايي ګرځندویان د غور ولایت لیدو ته تللي

د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، یوولس ایټاليايي ګرځندویان دغه ولایت ته ورغلي دي.
د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر محمد حماس وايي: «یوولس ایټالیايي ګرځندویان غور ولایت ته راغلي او د دغه ولایت تاریخي ځایونه، په تېره د منار جام ګوري.»