Asset 1SWN

غزني کې د ټرافیکي څراغونو نه فعالېدو ټرافیکي ګډوډي جوړه کړې

چراغ_های ترافیکی در غزنی 1

غزني کې ټرافيکي څراغونه له دوو کلونو راهيسې د تخنيکي ستونزو له امله فعال نه‌دي. د غزني یوشمېر اوسېدونکي د دغو څراغونو د تنظیم او فعالولو په برخه کې پر مسوولو ادارو نیوکه کوي چې د دغو څراغونو په نه فعالېدو سره په ښار کې ګڼه‌ګوڼه، ټرافیکي پېښې او د موټرچلوونکو له لوري له ټرافیکي اصولو د سرغړونې لامل شوي دي.

د غزني اوسېدونکی اجمل وايي: «نږدې دوه کاله مخکې ټرافیکي څراغونه فعال وو، ټرافیکو ته هم اړتیا نشته. هر موټروان کولای شي چې له څراغونو سره سم قانون په پام کې ونیسي. خو اوس دوه کاله کېږي چې فعال نه‌دي. سهاري یې وینم چې سړکونه بندي وي، ګڼه‌ګوڼه لري او ځینې وخت ټکرونه هم کېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني یو بل اوسېدونکی عظمت‌الله هم وايي: «دولت باید دې برخې ته جدي پام وکړي. خلک سهاري خپلو دندو او کاروبار پسې ځي، څراغونه ټول ګول دي. باید فعال یې کړي چې ټرافیکي پېښې ونه‌شي او خلک په اسانۍ سره دندې ته ولاړ شي.»

د غزني اوسېدونکي د ټرافيکي خدمتونو برابرول او ښاري نظم جوړول د دولت مسوولیت بولي او وايي، د یادو څراغونو په فعالېدو سره به ښاري نظم جوړ او د ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې مخه هم ونیول شي.

په همدې حال کې د غزني اوسېدونکي او مدني فعالان هم په دغه ښار کې د ټرافیکي څراغونو جوړېدو غوښتنه کوي. د غزني اوسېدونکی خیرالدین او مدني فعال حشمت‌الله جلالي وايي:

«له دولت څخه مو غوښتنه ده چې ټرافیکي څراغونه ژر فعال کړي؛ ځکه ډېره ګڼه‌ګوڼه خلکو ته ستونزې جوړې کړي. پر پلیو لارو تګ‌راتګ نه‌شوو کولای او څلور موټر چې سره یوځای شي، لاره بندېږي.»

«ټرافیک دې دغه څراغونه بیا فعال کړي؛ دا یوه لویه اسانتیا ده. په مهمو ځایونو کې لګېدلي؛ یو خو د ښار ښایست دی، بل د موټروانانو او ټرافیکو لپاره ښه اسانتیا ده. که څراغونه فعال شي، اسانتیا جوړېږي؛ بې‌چاره ټرافیک به هم تر لمر لاندې او لوګي، دوړو او باران ته به سختۍ نه ګالي.

په ورته وخت کې د غزني د ټرافيکو مديريت مسوولان وايي چې د ټرافيکي څراغونو فعالول د ښاروالۍ دنده ده.

خو د غزني ښاروال محمدنبي حمزه سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو څراغونو بیاجوړول او فعالول په روان کال کې د دې ادارې د پلان برخه دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «ټرافیکي څراغونه مو د ۱۴۰۳ کال په بودیجه کې نیولي. د ټرافیکي پېښو کموالي او د ښار د منظموالي لپاره یې جوړوو. البته کوم مکتوب نه‌دی راغلی چې زموږ اړوند وي، خو موږ چې پوښتنه کړې، کولای شوو دغه ټرافیکي څراغونه ولګوو.»

غزنی د هېواد له څه‌نا‌څه ګڼ‌مېشتو ښارونو له ډلې څخه یو دی چې د وګړو زیاتوالي له امله په‌کې د افغانستان د یوشمېر نورو ښارونو په پرتله ګڼه‌ګوڼه زیاته ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام